
له یوکتاب څخه زما نه هیریدونکې خاطره
دلومړي درسي ساعت دپای ته رسیدوورسته ټول هلکان دټولګي څخه دباندې ووتل . ما هم خپله یوه کتابچه راوخسته اوزه هم دنوروټولګیوالوپسې له ټولګي دباندې راووتم .هواډیره ښایسته اودپسرلي ګلونه هرې خواته غوړیدلي ول دګلونوخوشبوي دومره زړه راښونکي وه چې هریویې بې اختیاره دځان په رابللو.زړه مې غوښت چې له یوچاسره کښینم اوورسره دزړه خواله وکړم شاوخوامې وکتل ناڅاپه مې سترګې دګلونوپه یوه وړه باغچه کې په یوه ملګريوه ولګېدې هغه دګلونوپه منځ کې له ورایه ډیرخوښ برېښده اوبیخې بې پرو دګلونوپه ننداره بوخت دبوراګانوتوافونه شمېرل ماهم دسترګوپه رپ سره ځان هلته ورساوه هغه زما په لیدوسره موسکی شواوپه څېره کې یې دخوښۍ نښې څرګندې شوې اوبیایې راته وویل وصاله ښه راغلې دګلونوباغچې ته ښه ده چې راغلې زه هم یواځې وم دې ګلونوته ګوره ته ګوره څومره ښه ښکاري کله چې سړی یواځې وي نودغه ګلونه د سړي سره خبرې کوي ماپه خنداسره ځواب ورکړل نه ملګریه ګلونه کله خبرې کوي ملګري ځواب وصاله ګلونه خبرې کوي خومونږاوتاسې یې نه اورو. له دې سره راته وویل وصاله نن مې تاته یوه عجیبه ډالۍ راوړې چې ته به یې هم زما په شان په لیدوسره حیرانه پاتې شې اوبیایې دخپلوکتابونوله منځه یې
یوکتاب راوخیست اودکتاب د مخ پرځای یې ماته دکتاب شا راښکاره کړله ما هم په ډیرې تلوسې دکتاب په لورلاس اوږد ترڅووګورم کوم کتاب دی دماشومتوبه مې دکتاب لوستلوسره ډیره مینه درلوده اوبله داچې په دې هم پوهېدمه چې تسل هم له ځایه سره ډیرښه ښه کتابونه ګرځوي.تسل دکتاب مخ راښکاره کړاوراته یې وویل داستا مرګ دی اواوس ستامرګ زما په لاس کې دی په رښتیامې هم خپل مرګ دهغه په لاس کې ولید عجیبه خوداوه چې دلومړي ځل لپاره مې دمرګ وصال توری په یوه کتاب باندې ولیدله
دې سره زه دخیالونوپه نړۍ ورګډ شوم تسل راته وویل وصاله څه سوچونه وهې واخله داخپل مرګ دې کتاب یې راکړماهم په ډیرې وارخطای سره دمرګ وصال کتاب یوڅوپاڼې واړولې خوډیرژروپوهېدم چې مرګ وصال ددرې ژبې د ځوانیمرګ شاعرمحمدحلیم فقیردڅلوریزومجموعه ده.په کتاب کې راغلوزیاتره څلوریزوکې دوصال خبرې وشوي خو زما په اند شاعرهم په مینه ارمانجن تللی
اودوصال په ارمان پاتې شوی . هو!که رښتیاواویم مرګ وصال هغه الفاظ ووچې ماته یې خپل مرګ رایاد کړداخوواضح ده چې ټول زنده جان به دمرګ څکه کوي اومرګ حق دی خوپه نړۍ کې زیاتره انسانان دمرګ نه په تېښته کې دي خومرګ هغه ناګهانه پرښته ده چې دراتلووخت یې نامعلومه دی نوپه کارده چې مونږتاسې ټول بایدهروخت مرګ ته تیارووسو له دې سره دهندي شاعررابند رانات ټاګوردخولې هغه جمله راپه یادشوه چې ویلي دي ((چې انسان بایدهیڅکله هم بایدله مرګه ونه ویریږي بلکه مرګ ته دیوحقیقي معشوق په څېرغېږه ورکړي .
محمدواصل وصال
په مینه
-------------------------