داخترپه اړه دوصال یوڅوتوري :
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
دخزان سپیره بادونه په دې چم باندې
تیرشوي
دباران به څېروریږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷
دازمان په منډه درومي لږراویش شی
ټول جهان په منډه درومي لږراویښ شوی
داخترله نیکمرغیوالهام واخلی
داارمان په منډه درومي لږراویښ شی
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷
ته ماشومه چیغه وکړه مرورزړونه
پخلاکړه
نن دمینې کرونده کې رنګارنګ ګلونه
واه کړه
راشه والوزه نسیم شه ای اختره
خوشبوي ځان سره راوړه پرې رنګینه
دافضاکړه
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷÷
زما هیلې ډیرې تاندې ستارراتلوته یم
په تمه
ددې فاني نړۍ په ځمکه هیڅوک نه وینم
بې غمه
انسان څومره ناتوان دی څونیمګړي
ارمانونه
دمجنون مینه لیلاده مجنون نه وي بې
صنمه
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷÷
دشپې خوب کې مې لیدلې سره لاسونه دی
نیولي
ماته وایې ای جانانه تېریادونه مې
راوړي
زه په ځیرځیردرته ګورم څه ویلی درته
نشم
غواړم ځان درته نږدې کړم قدمونه مې
تړلي
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷
دلته فکرته وخت نشته مونږ دفکرنه
خالي یو
دحالاتوپه ګردش کې دهرذکرنه خالي یو
مونږدزړه په کرونده کې دغم اوښکې
تویې کړي
دژوندون په اینه کې دبل ذکرنه خالي
یو
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
÷÷÷
دقلم توري ،دتورې ځلا ورک کړي
دمین دعا له زړونوښېرا ورک ورکړي
دوصال شعرونه رنګ دمینې راوړي
له وطن ځنې ژړاواویلاورک کړي
دخوښۍ خبرې کیږي اختربیاپه کلي راغی
دژوندون پاڼه بدلیږي اختربیاپه کلي
راغی
دخزان سپیره بادونه په دې چم باندې
تیرشوي
دباران به څېروریږي اختربیاپه کلي
راغی
یادونه :دغه شعردنیکمرغه لوی اخترپه
مناسبت خپلوټولوهیوادوالوته ډالۍ
کوم په دې هیله چې دغه اخترپه
هیوادکې دسولې پیلامه شي اوټول
هیوادوال دخوښیوڅخه یوډک اخترولري
.اخترموبختورشه !
محمدواصل
وصال
۱۳/۸/۱۳۸۹
اراکوزیاراډیو
وروستي