تن مې له سیوري نړیدلی مسیحالټوي
زمالټون پسې اخستی مینې،مالټوي
زه درنګـــــونو په محل کې يوه تته څېره
زما مین په خپل وجودکې رنګ زما لټوي
اوس دې له زړه نه دویستوتکل کې پاتې راځم
دزړه پردې مې ستا خـــــیالونو ته ښکلا لټوي
ترخې لمحې مې دځوانۍ له ستوني ساه وباسي
دماضي مینــــه مـــې ستا لپوکې ژوند بیا لټوي
دوصال کرښې دې په لاس کې لټوه جانانه
دغزل توري مې د ژوند لارو کې تا لټــــوي
کابل اراکوزیا راډویو
دغبرګولي ۱۸ مه ۱۳۸۹
وروستي