د أهل سنت والجماعت د تګلارې او اصولو له مخى د يو معين شخص په اړه د جنت او دوﺯخ پريکړه او ګواهي ورکول د عقيدي له چارو څخه شميرل کيږي، چې عقل لپاره په کې د اجتهاد ځاى نشته.
شريعت - كتاب او سنت - چې د چا په اړه د جنت او دوﺯخ پريکړه کړي وي مونږ يې هم کوو، خو سره لدې نيک عمله ته د جنت اميد لرو او په بد عمله له له جهنم څخه ويريږو،
والله أعلم بالخواتيم .
د جنت او دوﺯخ پريکړه او ګواهي ورکول په دوه ډوله دي :-
لومړي: عامه پريکړه او ګواهي کول:
يعنى: پريکړه او ګواهى ورکول په يو صفت پورې تړلې وي، د مثال په ډول مونږ ووايو:
څوک چې د الله تعالى سره لوى شرک(شرك أكبر ) وكړى کافر ګرځى، له دين څخه وځى او اور ځاى دى.
او يا ووايو: څوک چې د ايمان او ثواب له مخى رمضان د مياشتى روژې ونيسى هغه ته به ټول مخکينى او وروستنى ګناهونه وبښل شي، د قبول شوى حج بدله جنت دى، او همداسې نور ډير شرعي نصوص چې په کتاب او سنت کې شتون لري.
يا يو څوک پوښتنه وکړى: هغه څوک چې د الله تعالى پر ته بل څوک رابلى او هغه ته پناه وړى ايا دا به د مرګ وروسته په جنت کې وى که په دوﺯخ کې؟ مونږ وايو کله چې هغه ته دليل وړاندې شي او حجت پرې قائم شي خو بيا هم پخپله عقيده ټينګ ولاړ وى ترڅو چې مړ شي دا کافر او دوﺯخى دى.
که څوک وپوښتي: چاچې د جماع او ګناه پرته حج اداء کړ او له حج کولو وروسته مړ شو دا به چيرته ځى؟ مونږ وايو جنت ته، د چا چې په دنيا کې اخرى وينا : لا إله إلا الله " وى دا به جنت ته ځى او داسې نور...
په تيرو ټولو مثالونه کې د جنت او دوﺯخ پريکړه او ګواهى ورکول په يو صفت پسى تړلې دى نه په يو معين او ځانګړي شخص پورې.
دويم: ځانګړي او معينه ګواهى او پريکړه کول:
يعنى: د يو معلوم شخص لپاره چې نوم يې څرګند وى د جنت او دوﺯخ پريکړه او ګواهى ورکول، دا کار ندې جائز مګر د هغه چا په حق کې چې الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم يې په اړه مونږ ته خبر راکړى وى چې دا جنتى يا دوﺯخى دى.
د چا لپاره چې الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم په معين او ټاکلي شکل د جنت ګواهي ورکړى وي، نو دوى يې قطعا وړ دي، لکه: عشرة مبشرة، خلفاء راشدين:( أبوبکر، عمر عثمان او علي رضي الله عنهم).
او يا دا چې شريعت د چا لپاره د دوﺯخ ګواهى ورکړي وي، دوى يې څښتنان دي لكه: أبو لهب او ښځه يې ، أبو طالب ، عمرو بن لحي ، او داسې نور .
نسأل الله أن يجعلنا من أهل الجنة بمنّه وكرمه وصلى الله على نبينا محمد .
وروستي