د عبدالله تر پرېوتو پورې

 
  لېکنه: د عبدالله تر پرېوتو پورې
لېکوال:  محمدبشیر یوسفزوی
غالبا د کب ۱۴ نېټه او د سه شنبې ورځ مازدیګری و، د دلګشا ماڼۍ پاسني پوړ کې د نورستان مشرانو او د خلکو استازو سره د دوی د عمومي او امنیتي ستونزو او مسایلو په اړه د ولسمشر غني غونډه وه. له غونډې وروسته ډاکټر عبدالله لکه سیوری له ولسمشر غني سره یو ځای له خونې ووت.

ولسمشر غني مخته او ډاکټر عبدالله له شا پسې روان و، په زینو چې ښکته کېدل، نو د عبدالله ښۍ پښه او فېشني بوټ د زینې په ځۍ وښوېیده او له تیندک خوړلو سره سم ولسمشر غني لاس ور وغځاوه او ډاکټر عبدالله یې راتم کړ.

په دغه ورځ چې ډاکټر عبدالله شنې نیلي جامې اغوستې وې، له راتمېدو سره په خندا شو، ولسمشر غني ته یې کړه، مننه رئیس صاحب، نږدې و، چې ولوېږم!

ولسمشر غني ورغبرګه کړه، هوتاته تل د لوېدو پرمهال ما لاس درکړی او له پرېوتو مې ژغورلی یې. له دې سره دواړو په کړس کړس وخندل، ولسمشر غني خپل موټر ته ورپورته او ګلخانۍ ماڼۍ ته ولاړ او ډاکټر عبدالله د خپل موټر لورته پلی ور روان شو.

ډاکټر عبدالله ته د ولسمشر غني دا خبره یوازې ټوکه نه، بلکې یو تریخ واقعیت هم و، ځکه تېر ځل ټاکنو کې چې ډاکټر عبدالله ناکام شو، نو ولسمشر غني پرېوتو ته پرېنښود او د اجرائیه رئیس په توګه یې له ځانه سره واخیست.

ډاکټر عبدالله چې دا ځلي ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومولی، نو یو ځل بیا د ګړنګ سر ته برابر دی او د خپلې ناکامۍ او لوېدو شیبې شماري، مګر په دې تمه دی چې دا ځل به بیا ورته ولسمشر غني د ژغورنې لاس ور اوږد کړي او له لوېدو به یې وژغوري.

خوعمومي اټکل دادی چې ولسمشر غني به دا ځل نه عبدالله ته د مرستې او ژغورنې لاس ور وغځوي او نه به یې هم د اجرائیه رئیس په توګه له ځانه سره واخلي، ځکه په تېرو پنځو کالو کې یې د ملي مسایلو او منافعو پرمهال هر ځل داسې ناغېړی کړی او د ولسمشر غني د ملي او اقتصادي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې یې داسې مزاحمتونه او خنډونه ایجاد کړي چې ښاغلی غني ورڅخه سخت بېزاره دی.

دا ځل د عبدالله د پرېوتو وېره موجوده ده. مګر د نوموړي دا ځلي پرېواته د وطن او ولس په خیر دي، ځکه ولسمشر غني به دا فرصت ومومي چې د عبدالله له مزاحمتونو پرته په ارام زړه او ذهن خپلې ملي برنامې تطبیق او وطن له اوسنيو بحرانونو څخه راوباسي.