د ولسمشرۍ نوماندان څه غواړي؟

 
پر ولسمشر غني سربېره اولس کسه د ولسشمریزو ټاکنو سږنیو سیالیو ته ځانونه نوماند کړي دي، د دوی په منځ کې ډېر داسې کسان شته چې ولسمشرۍ لا څه د یوې ولسوالۍ د مدیریت کولو جوګه هم نه دي او نه دا وړتیا لري چې په اوسنیو سختو شرایطو کې دې د چارو د ترسره کېدو دروند بار تر عهدې ووځي.

د همدغو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په منځ کې یې ځینې د تېرو پارلماني ټاکنو ناکامان دي، په دوی کې داسې کسان هم شته چې په افغانستان کې یې دوه ورځې په دولتي اداره کې حتی ډېر عادي ماموریت هم نه دی کړی، نو یو څوک چې د افغانستان د دولتي ماموریت تجربه ونه لري، نو په کوم دلیل جمهوري ریاست ته ځانونه نوموي، ځینې یې داسې دي چې عملاً دوسیې لري، په فساد او نورو جرایمو کې ښکېل دي، حتی د پدرام غوندې نوماندان هم په کې شته چې له افغان او افغانستان منکر دی او د هیواد تاریخ جعل ا تصنع بولي.

د دې او ورته نورو دلایلو او خصوصیاتو په اساس به دغو نوماندانو ته دا سیالي او رقابت چې ولسمشر غني سره دې وکړي سخت وي، دوی ښه په دې پوهېږي چې نه ولس ورباندې باور کوي، نه د دې چانس لري چې دغه سیالي او ټاکنې دې وګتي، نو بیا پوښتنه داده چې دویو څه غواړي.

د غوښتنو له پلوه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په څو ډلو وېشلی شو، یوه ډله یې عقده یي دي چې یا حکومت شړلي او یا یې له اوله سره هیڅ توجه نه ده ورته کړې، نو دوی له ولسمشر غني څخه د غچ اخیستنې په موخه یا په خپله او یا هم د ځینو بهرنیو هیوادونو په غوښتنه دغې مهمې سیالۍ ته راوتلي او ځانونه یې نومولي دي.

بله ډله یې هغه نوماندان دي چې دوی یوازې د ځان مطرح کولو په خاطر ولاړ دي، دوی غواړي هم مشهور شي خلک یې وپېژني او هم یو مادي امتیاز ترلاسه کړي. دوی به د ټاکنیزو سیالیو په پیل او یا هم منځ او یا وروستیو کې د بل ګټونکي نوماند په ګټه تېرېږي، مګر دوی به معامله کوي. یا به نغدې پیسې غواړي، یا به په راتلونکي حکومت کې ولایت، وزارت، سفارت، مشاوریت او نور څه غواړي.

ځینې نوماندان داسې هم شته چې دوی غواړي خپل هویت تثبیت کړي او داسې وښیي چې موږ لا هم یا په افغانستان کې زیات یوو او یا حداقل له پښتنو سره چې د دې هیواد اکثریت دي د مقابلې او سیالۍ جوګه یوو خصوصاً د اسلامي جمعیت مربوط کسان غواړي دا لوبه وکړي، ځکه دوی هر ځل ټاکنو کې همداسې کوي چې له ګټونکي او جدي نوماندانو سره د مرستیالانو په توګه ځانونه ثبتوي، دا ځای ځان ته ریزرف کړي او یو یا دوه تنه یې د مستقلو نوماندانو په توګه رقابت ته راووځي، لکه احمدولي مسعود او ډاکټر عبدالله عبداله چې د مستقلو نوماندانو په توګه دا ځل ځانونه نومولي دي.

لنډه دا چې د ولسمشرۍ نوماندان نه د ګټلو محاسبه لري او نه هم دا ګڼي چې دوی به سیالي او ټاکنې وګټي، دوی یوازې او یوازې پر حکومت د فشار، د ځان د منلو او مطرح کولو او په پایله کې د مادي او یا سیاسي امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دي.