غزل

خیال دجانان هره ګړۍ وي
قلم په لاس ژبه ګونګۍ وي
په اسمان ستوری راته ګوري
په زړه مې مینه لیونۍ وي
څوک وښکلاته غیږه ورکړي
دچاپه ستوني کې سلګۍ وي
په هرنفس کې تږی کیږم اشنا
پرخه باران سره ږلۍ وي
دبنګړوشرنګ یې ترما رسي
زما په لاس کې هتکړۍ وي
شاعردغم په شپه پیدادی
وصال خورنګ دشاعرۍ وي
۲۰/۸/۱۳۸۹
وزیراکبرخان
-------------------------