مسکو: د طالبانو - امريکايانو د سولې هوکړه ليک که د افغانستان په ګټه وي مونږ يې ملاتړ کوو



روهي (څلورنۍ/۱۳ د وږي)، مسکو وايي چې که چېرې د طالبانو امريکايانو ترمنځ د افغان سولې په اړه هوکړه ليک د افغانستان په ګته وي نو دوی به يې هم ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دایمې استازي واسیلي نبنزیا ويلي دي چې ياد هوکړه ليک مطالعې ته اړتيا لري او مسکو يې د تضمين په صورت کې ملاتړ کوي.

روسيه د افغان سولې په خبرو کې ځان دننه کړی دی او د لومړي ځل لپاره يې طالبان مسکو ته دعوت او بين الافغاني خبرې يې تر سره کړې.

  • ټګونه

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ