
زه نه پوهيږم ،چې خبره له کومه ځايه پيل کړم ،کله ،چې زه له تا سره مرکه ياخبرې کوم نوپه ډيرورين تندي سره خبرې پيل کړې ،خودخبروپه منځ کې په يونيمه خبره داسې غبرگون وښيى ،چې زه له ځانه سره حيرانه شم ،چې ماداکومه ناسمه خبره ،ياگناه وکړه ،چې دغه گلاب پرې له غوصې توروسپين شو.
خوبياداخبره راپه زړه شي ،چې الله لکه څنگه ديو انسان څېره يوډول نه ده پيداکړې نوهمدغه ډول يې اندوفکرهم سره جلادى ،په دې خبره دنړۍ فيلسوفانواوانسان پيژندونکو ډېرې څېړنې کړي ،چې ولى په يوې شېبې کې،انسان په يوه خبره خوشاله وي اوبياپه همغه خبره بيرته دومره خفه شي ،چې ته وابيخي مې نه واى ورته کړى .