
ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته لاړ او هلته یې د عمرې ادا کولو تر څڼګ له سعودي چارواکو سره وکتل او په بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې کړي.
ولسمشر د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال سره خبرو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ ضد مبارزه باندې خبرې کړي دي.
دې لیدنه کې اسلامي همکاریو سازمان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د افغان ځواکونو قربانۍ او سرښندنې ستایلي دي، د دې سازمان سکرتر جنرال ویلي چې افغانستان کې ترهګر د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر کیدلی شي او ټولو هېوادونو مسوولیت جوړیږي چې په دې برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړی.
دې سازمان یو ځل بیا د طالبانو جګړه سخت دریځي بللې چې له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي او پر طالبانو یې غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي، اوربند وکړي او د سولې له لارې اهدف تعقیب کړي.
اسلامي همکاریو سازمان جګړه د هیچا په خیر نه ده بللې او ټینګار یې کړی چې نباید د اسلام له نامه ناسمه ګټنه وشي او د جهاد تر نامه لاندې مسلمانان د سخت دریځۍ قربانی کړی، دې سازمان په ډاګه کړې چې اسلام د سولې دین دی او د سخت دریځۍ لپاره هیڅ ځای پکې نشته.
ولسمشر غني ترهګرۍ ضد مبارزه کې د اسلامي همکاریو سازمان رول مهم بللی دی او په دې برخه کې یې په ټولو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې افغان حکومت سره همکاري وکړي.
ولسمشر ویلي چې افغانان د ترهګرۍ قربانی دي، بهرنۍ ترهګرې ډلې افغانستان کې نیابتي جګړه کوي او د دې جګړې ګټې بهرنیان او قربانیان یې افغانان دي.
ولسمشر دغه راز د دې سفر په اوږدو کې د اسلامي پراختیا بانک له مشر سره لیدلي او په افغانستان کې اقتصادي ودې او پراختیا باندې یې ورسره خبرې کړي دي.
اسلامي پراختیا بانک د اقتصادي ودې او پراختیا برخه کې د افغان حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني هڅې ستایلي او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ولسمشر په دې سره کې له یاد بانک سره د یو سل بستریز او څلور کلنیکونو هوکړې لاسلیک کړې چې د اړتیا سره سمو سیمو کې به جوړ شي.
د دې سفر په لړ کې ولسمشر د سلمان بن عبدالعزیز سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې ورسره کړي دي.
ولسمشر سره سعودي عربستان بیلابیلو برخو کې د مرستې اعلان کړی او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې د همکاریو ژمنه کړې.
سعودی ژمنه کړې چې د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې چې هر څه ته ضرورت او د سعودي په توان پوره و له افغان حکومت سره به یې ترسره کړی.