روهي( درې نۍ/۵ سلواغې )،افغان ملي نولس کلنې لوبډلې په اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه نن د سريلانکا هېواد په کولمبو ښار کې خپل تمرینات شروع کړل. افغان لوبډله به د سپټمبر میاشتې تر درېيمې نېټې پورې تمرینات ترسره کړي.
همدا ډول د لوبډلې چټک توپ اچونکی سمیع الله سالارزی چې د زنګانه په برخه کې ټپي شوی و د اړوندو ډاکټرانو د رپورټ پر اساس له لوبډلې کېنول شوی دی.
د نوموړي د زنګانه د ټپ په رپورټ کې ویل شوي چې سالارزی بايد تر څلورو اونیو پورې پوره ارام وکړي او پرځای یی له احتیاطي لوبغاړو څخه احمدظاهر پټان غوره شوی دی.
وروستي