د سولې لمر

رابه شي سپرلى د بڼ ګلونه به خندا وكړي
زړه كې د ماليار ټول اميدونه به خندا وكړي لوند به د عمرونو تږي للمې وچ ګوګل شي بيا
دا د ګران وطن سپيره ډاګونه به خندا وكړي شي به ګلالي ماشومان خوښ د ميندو غېږو كې
پيغلو او ځوانانو ته وختونه به خندا وكړي وچې به شي اوښكې د يتم ارمان په سترګو كې
هيلې به موسكۍ شي ګريوانونه به خندا وكړي ميږې د كوچيانو به دانه، دانه شي دښتو كې
دښتې به لاله شي، سمې غرونه به خندا وكړي جوړې به جوړې شي د هوسيو په نڅا به شي
زړونه به يې ښاد شي هوسونه به خندا وكړي كله كه د سولې لمر پرې خور شولو، انګاره\\\" بس
پښو د ليونو كې ځنځيرونه به خندا وكړي كابل 1367