د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا وخت د بنګله دېش هېواد سره د ټېسټ لوبې لپاره تمرینات کوي

روهي( نۍ/۲ د سلواغې )، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا وخت د ابوظهبي په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې د بنګله دېش هېواد کرکټ ملي لوبډلې سره د ټېسټ لوبې لپاره تمرینات کوي.
 

د یادولو ده چې دغه تمریناتي کمپ به د روانې اګست میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې دوام وکړي او په ۳۰مه به ټول لوبغاړي د بنګله دېش پر لوري وخوځیږي.
 

دا هم ویلي شو چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په هغه درې اړخیزه د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ کې هم ګډون وکړي چې دزېمبابوې، بنګله دېش او افغانستان ترمنځ به ترسره کېږي.