د کرکټ بورډ رییس د کرکټ د ټولو زونونو له مسوولینو سره ناسته وکړه

روهي( څلورنۍ/۳۰ د زمري )، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي او د دغې ادارې اجراییه مشر لطف الله ستانکزي د کرکټ د ټولو زونونو له مسوولینو سره ناسته وکړه.
 

دغو دواړو هغوی ته یې په اړونده برخو کې د کوټلي ګامونو پورته کولو او د چارو د بشپړ راپورونو شریکولو سپارښتنې وکړې.
 
 
تردې مخکې فرهان یوسفزی په زیاتې غیر حاضرۍ تورن شوی و او د فرهان یوسفزي دا ناسته د زونونو د مسولینو سره لومړنۍ ناسته بلل شوې ده.