د بنګله دېش سفر لپاره د یوازېني ټېسټ او درې اړخیزه شل اوريزه لوبو لوبډلې اعلان شوې

روهي( درې نۍ/۲۹ د زمري )، د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې په بنګله دېش کې د يوازیني ټېسټ او د درې اړخیزه شل اوريزه سياليو لپاره لوبډلې اعلان کړې چې په دغو لوبډلو کې د ټېسټ لپاره ۱۵ او درې اړخیزه شل اوريزه سیالیو لپاره ۱۷ لوبغاړي غوره شوي دي.
 

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د مجاهد ځدراڼ په ملتيا نن په یوه خبري ناسته کې د هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه کوي او دغه ډول د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه شل اوریزو لوبو کې ګډون لري.
 
 
د بنګله دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره په لوبډله کې ((احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ شامل دي.))
 

د شل اوريزو لوبو لپاره بيا په لوبډله کې (راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق) شامل دي.
 
 
انډي مولز په خپلو خبرو کې ویلي: (د شل اوريزو لوبو لپاره مو ۱۷ کسه له لوبډلمشر راشدخان سره په مشوره غوره کړې. لامل يې دا دی چې مخې ته اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام چې په ۲۰۲۰ کې ترسره کېږي، د هغې لپاره يوه غوره لوبډله جوړه کړو، دوی ټول به خپلې وړتیاوې وښيي او هغه کسان چې ډېر وړ وي راتلونکو سیالیو ته غوره شي.)
 

نوموړي زياته کړه، چې ډېر لوبغاړي ځکه هم لوبول کېږي، تر څو د ټولو لوبغاړو د توپوهنې غوره ځايونه معلوم او د راروانو جامونو لپاره يوه ښه لوبه غوره شي، دغه ډول د دغو لوبو لپاره ټول کسان د دوی د وړتیاو پر بنسټ غوره شوي او په راتلونکي کې به هم ځوان او وړ لوبغاړو ته ډېره پاملرنه کوي.
 

انډي مولز دغه ډ‌ول د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، سربېره پر دې د شپږیزي کورني لیګ او افغانستان شل اوریز غوره لیګ لوبې هم راروانې دي، ډېره توقع شته چې په همدې لیګونو کې به هم ځينې ځوان لوبغاړي خپله وړتيا څرګنده کړي او هغوی ته به هم لومړیتوب ورکوو.
 

د يادولو ده چې ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، ظهير خان پکتين او شاپور ځدراڼ تر دې مهاله په نړيوالو ټېسټ سياليو کې ګډون نه دی کړی. همدا راز رحمن الله ګربز، شاهدالله کمال، فضل نیازی او نوين الحق بيا هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل به په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې برخه واخلي.
 

سبا به ياد لوبغاړي ابوظهبۍ ته ځي او د روانې مياشتې له ۲۲مې تر ۲۹مې نېټې پورې به هلته تمرینات ترسره کوي. له هغه وروسته به لوبډله د همدې میاشتې په ۳۰ بنګله دېش په لور ځي، چې يوازينۍ ټېسټ لوبه به د بنګله دېش لوبډلې سره د ۵ نه تر ۹ سپتمبر پورې ترسره کوي.
 
 
همدا ډول په درې اړخيزه سياليو کې به افغانستان لومړۍ لوبه د زمبابوې سره په ۱۴م سپتمبر، دويمه له بنګله دېش سره په ۱۵م سپتمبر، دريمه له زمبابوې سره په ۲۰ سپتمبر او څلورمه لوبه د بنګله دېش سره په ۲۱م سپتمبر ترسره کوي چې د دغو سیالیو پایلوبه به د سپټمبر په ۲۴مه ترسره شي.