دهېواد دخپلواکۍ دسلمې کلیزې په ویاړ

انګریزانو چې زموږ په ګران هېواد افغانستان باندې یرغل راوړل او زموږ خاوره يې تر ولکې لاندې کړي وه، دهېواد اتل ولسونو د زیاتو سرښندنو اومبارزو وروسته په ۱۲۹۸ لمریز کال افغانستان د یرغلګرو انګریزانوڅخه خپله آزادي اوخپلواکي د غازي شاه امان الله خان په مشرۍ ترلاسه کړه او دغه ستر ویاړ چې موږته پاتې دی؛ نه هیریدونکي اوزموږ راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي.

له نن څخه پوره سل کاله وړاندې زموږنیکونواو پلرونو، په خپلو اتلولیواو سرښندنو خپل هېواد د وخت له یرغلګرو انګلیسانو د هغه استعماري او کبرجني امپراطورۍ څخه آزاد کړل.

دغه ورځ هرکال په هېوادکې په پوره شاندارو جشنونو اومحفلونو سره یادونه يې کیږي او افغانان په سر لوړي او افتخار پر انګلیس باندې د خپل تاریخي بري ورځ لمانځي.

انګريزي استعمارګرو غوښتل، چې زموږ په هېواد دسياسي حاکميت په ټینګولو، سياسي اواقتصادي موخوته ځانونه ورسوي، خو په دې آرمان ډیرو خپل ځانونه ګور ته ورسول او دې نیواکګر ځواک چې کومې هیلې او آرمانونه له ځان سره درلودل، له خاورو سره خاورې شول.
دآزادۍ دګټلو ستر او سرښندونکي اتل شاه امان الله خان غازي په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې دهېواد د خلاصون ورځ اعلان کړه او افغانستان يې د یو آزاد او خپلواک هېواد په توګه نړیوالوته په ډاګه ور وپیژندل.

د زمري ۲۸ مه نېټه زموږ د آزادۍ پلوو مبارزینو او مجاهدینو دسرښندنو، میړانې او اتلولۍ ورځ ده، چې دغه ورځ موږته ویاړ راپه برخه کوي، ځکه د نړۍ ستر ځواک هېواد انګلیس ته افغانانو درې ځلې ستره ماتې ورکړه اودبریا پایله زموږ دباتورو اوننګیالیو افغانانو په برخه شوه.

دزمري اته ویشتمه ورځ چي د افغا نستان داستقلال د ورځي په نامه یادیږي، په تاریخ کي په زرینو کرښو ثبت شوې اودټولوافغا نانو لپاره دویاړونو اودهسکوشملو ورځ هم یادولی شو.

دآزادۍ د بیرته ترلاسه کولو ورځ میړني ولس هرکال په ځانګړو مراسمواو جشنونو لمانځي. دوی د خپلو، باتورو او ننګیالیو، شهیدانو، غازیانو او اتلانو کارنامې ژوندۍ ساتي او دهغوی ستاینه کوي.

د ملي اوپرتمینوورځو درنښت، دټولوهېوادوالو، ملي وجیبه ده، چې لمانځنه يې په خورا درنښت او ویاړ سره وکړي.

د ویاړ ونو ډکې ورځې موږته دویاړنو ، پرته هغو هېوادونو ته هم د عبرت درس ورکوي، کوم چې زموږخاورې ته به بدنیت اوبده سترګه ګوري اودیرغل راوړلو فکر ورسره وي.

خو افغانان چې د خپل د ویاړ نه ډکې ورځې په جشنونو تازه کوي، نو د افغانستان د خاورې پټ دښمن د بدن هډونه يې په لړزه شي او بیا اتلو افغانانوته کاږه هم کتلی نشی.

په پای کې دهېواد ټول غیور او پتمن ولس ته دخپلواکۍ سلمې کلیزې مبارکي په داسې حال کې وایو، چې د افغانستان ملت یو ځل بیا دخپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه اخلي، چې هغه ولسمشرۍ ټاکنې دي.

راځئ؛ هیوادواولو! په دغه ملي پروسه کې ګډون او دیو متحد افغانستان لپاره کار وکړو چې دا دهر افغان وګړي ملي او ایماني وجیبه ده، چې هېواد او ولس ته ژمن وواسې او دسولې او امنیت په فضاء کې هرکال دخپلواکۍ ملي ورځې په جشنونه ولمانځي.

تل دې وي زموږ خپلواکي او مړه دې وي، زموږ دخاورې دښمنان !