څه چې کرې هغه به ريبې

لنډه کیسه

توری چې دخپلې سیمې یولوی ډاکواوبدمعاش وو.د دغه انسان ازاردلاسه دسیمې ټول خلک پوزې ته راغلي ول توري ځانته یوه ډیره لویه ډله جوړه کړې وه دده د وحشت توره پرده ترډیرولیرو ځایونو پورې رسېدلې وه دسیمې خلکوبه دتوري دنوم څخه هم ویره کوله په کورونوکې میندوخپل ماشومان د توري دنوم په اخستلوډاروه اوهغوی به یې ویده کاوه. توري په خپل ګروپ کې داسې کسان ساتلي وچې دخپل سرنه تیریدوته تیارول خودتوري یوه خبره یې په ځمکه نه اچوله .توري ډاکودغه کسان له ماشومتوبه له ځانه سره ساتلي واودوی ته یې روزنه ورکړې وه اوددوی په زړونوکې دمینې پرځای د نفرت اوکرکې تخم کرلی ودوی ته دډول ډول وسلو دکارولوچلونه ورښودلي وترڅوهرې خواته داورشغلې خپرې کړې اودخپلوشخصي غرضونو لپاره نورخلکوته ځاني اومالي تاوانونه
واړوي .ددوی دلاسه ډیرې ښځې بورې اوکونډې اوډیرماشومان یتیمان شول ډیروپیغلوانجونوخپل ژونددلاسه ورکړدتوري بدمعاش ترټولوناوړه عادت داوچې دی به دورځې له مخې به په کلي باندې ګرځیده اوکومه پیغله به یې چې خوښه شوه نوهغه به یې په نښه کړاوبیا به یې دخپلووفاداروبالکیانوپه وسیله دشپې له مخې خپلې ساقي ته په زورراوست اودرسته شپه به یې هغه نڅوله اوخپل ساعت به یې ورسره تیرکړاوبیا به یې یا هغه په ډیربې رحمانه توګه له منځه یوړه اویابه یې پریښوده چې د یوه وحشي حیوان په توګه لالهانده ښکته پورته ترهغې وګرځي چې یادخپل کورلاره ونیسې اویا له ستړیااولوږې نه له دې نړۍ په ډک زړه سترګې پټې کړې اوپه کورنۍ یې هم ماتم شي .دغودرنده صفته انسانانوته د نوروانسانانوژوند کومه مانانلرله . توري بدمعاش په خپل ټول ژوند کې یوه لوردرلوده چې هغه هم له ډیرماشتوبه دمورله مینې بې برخې شوې وه اوپلاریې خو هڅې هم دکاڼې په څېرزړه درلود اودکاڼې په شان په کلک زړه کې مینه لرې خبره وه .معصومې هیلې دخپل عمر۱۴ پسرلیه پرته دموراوپلارتیرې کړې اوس نوهغه نه غواړي چې نورژوند په یواځې توګه پرمخ بوځي هیلې هرڅه لرل کور،موټر،پیسې ،نوکران خویوڅه چې هغه ترې محرومه وه هغه دموراوپلارمینه وه چې دې هیڅ کله هم ترلاسه کړای نشوه . هیله دښونځي په اتم ټولګي کې وه پلاریې دده لپاره یوموټروان نیولی وچې هغه هم دتوري یووفاداره کس وهیله اوس نودمینې په لټه کې وه اوغوښتل یې چې داسې یوڅوک پیداکړي چې دخپل زړه غمونه اودردونه له هغه سره شریک کړي خو عجیبه بیاداوه چې دپلارله ویرې به یې له هغې سره چا په لوړاوازخبرې هم نشوای کولای مینه خوبیا لاپریږده دهیلې سره مینه کول مرګ ته غیږې ورکول ول داسې ډیرهلکان ول چې هیلې غوښتل چې له هغوی سره دوستي اومینه
وکړي خو مقابل لوري به له یرې نه ځان لرې ساتل داکارهم دهیلې لپاره یوه بله ستونزه وه اوکله کله به له ژونده مایوسه شوه اوژوندبه ورته هیڅ خوندنه ورکاوه خودده د ژوندپاڼه هغه وخت یوڅه بدلون وموند چې له ډیروستونزووروسته پدې کامیابه شوه چې دخپل موټروان نښترتوجه ځانته واړوي وایي چې اوبووړی ځګ ته هم لاس اچوي اوبله داچې نښترهم یوډیرښایسته ځوان واومعصومه هیله لاپدې هم نه پوهیده چې پلاردومره ظالم دی اوپه خلکوظلمونه کوي اودانسان وینه ورته هیڅ ارزښت نلري اوڅه ډول کسان لري اودغه کس چې د هیلې موټروان اودده اوسنۍ مینه ده دی دده په اړه هیڅ معلومات نلري چې نښترلاسونه دڅومرمظلموکسانوپه وینې سرې دي په هرترتیب اوس هغه وخت دی چې هیله اونښتریوې بلې نړۍ چې هغه دمینې نړۍ ده ننوتي اوخپل ماضي نه بې پروا په مینه اخته دي .نښترهم دخپل پخوني ژوند ډیرستړی دی اویونوی ژوند جوړول غواړي جالبه خوداده چې دوه هغه کسان چې تیرژوند کې پرته له کرکې اوتنهای نه نورڅه ندي لیدلی اوس له یوبل سره یوځای شوي اوغواړي له یوبل سره بې شانه اوتلپاتې مینه وکړي .بلخوابې پرواتوری پخپلومزوچړچواخته دخپل لورندی خبرچې لوریې څه کوي اوپه کوم حالت کې قرارلري .دنښتراوهیلې لپاره ترټولوسخته اودویرې خبره داوه چې کې چېرې توری ددوی له دغه کړنې خبرشې نودواړوځای به جهنم وي .خونښترهم دومره بې لاس اوبې خولې ندی چې دومره په اساني ماته ومنی نښترهیله دې مجبوروي چې پرته دخپل پلارله اجازې نه له ده سره نکاح وکړي .دا هم ډیره عجیبه ده چې دیوداسې پلارچې ځان له زهروڅخه هم تریخ بولي اولوریې پرته له اجازې له یوداسې چا سره واده اونکاح کوي هغه دده دپلاردیوې اشارې تابع دی خواوس نونښترهم هغه نښترندی نښترپه خپلوتیروکارونو ډیرپیښمانه اواوس غواړي چې دتوري څخه انتقام واخلي اوخلک له دغه عذاب څخه خلاص کړي .
نښتر:بادره سلام !
توری: وایه نښتري چیرته یې چې بیخي دې ورځوکې یاغي ګرځې څومره چې ژرامکان ولري ځان ترما راورسوه .
نښتر:باداره راځم خو حتمي خوداځل یواځې نه بلکې دیوې ډیرې ښکلې پیغلې سره .
توری :هه هه ډیرښه وایمه اوس خو بیخې هوای مرغی شه اوراشه هڅې هم ډیروخت کیږي چې د کومې حسینې پیغلې په مړوندونومې سرندی لګیدلی . له دې اړېکه پرې کیږي هلته توری له قهره ډک ناست دی چې نښترراشي اودی یې له دې نړۍ نه رخصت کړي اوپه له بله پلوه بیاپه زړه کې دیته ډولکې وهی چې هغه پیغله چې دتوري خپله لوراونښترښځه ده لحظې شماري چې کله به راشي . بل خوابیا نښترپه دې هڅه کې وي چې دغه درنده صفته انسان څنګه له منځه یوسي . نښتراوهیله په موټرکې روان دي په توري هم دغه شیبې په ډیرې سختی تیریږي څوشیبوکې نښتراوهیله له موټرښکته کیږی توری ټوپک په لاس ولاړدتوري یوځای خپل لورپه لیدوهک پک پاتې کیږي . نه نه ته داسې نشوې کولای له دې په وارخطای ترډزکیږي اوپرځای چې نښتروولی خپله لورهیله ولی هیله په سره جوړه کې پرځمکه لویږي . نښتراوس نودغه حالت نشی زغملای له جیبه ټوپک راوباسي ته قاتل یې تا زما مینه له منځه یوړه تا به زه هیڅ کله پرې نږدم توری هڅه کوي چې وتښتي خونښتردغه وخت ورته نه ورکوي فایرکوي دنښترله ټوپک څخه وتونکی مرمۍ سیده دتوري په سینه لګي اوتوری په ځمکه لویږي اوس نودنښترلپاره یوځې ژوند څه مانا نښترهم دخپلې معشوقې هیلې په سینه ساه ورکوي اودظالم توري دلاسه دوه نورانسانان اورښتینی مینان ساه ورکوی .
-------------------------