هغه وخت،چې په هېواد کې کورنیو جګړو زور واخیست او د واک په سر شخړې پیل شوې نو په ورته وخت کې بې شمېره داسې جنایتونه ترسره شول،چې فکر یې نه شي کېدای پدې حرج ومرج کې له پرونه تر ننه تاریخ ګواهي ورکوي،چې پدې کشمکش کې په میلیونونو افغانان له هېواده څخه مهاجر، او په ورته ډول شهیدان او د یو نامعلومې راتلوونکي په تمه له منځه لاړل یادو کورنیو
شخړو په هېواد کې یوه سیاسي خلا رامنځته کړه.
یاده سیاسي خلا تر دې کچې ورسیده،چې په ډېری مواردو کې د افغانستان د وخت مشرانو په بهرنیو هېوادونو باندې اتقاوې وکړې د خپلو پوځي او حکومتي مېکنانیزمونو د جوړولو لپاره یې بهرنیو د وخت له لویو بلاکونو سره تعاملاتو او معاملو ته لاسونه اوږده کړل تقریبا د هغه وخت مشرانو په واک کې د پاتې کېدو لپاره هر یوه یې خپلې سیاسي تېروتنې وکړې،چې بد عواقب یې ترننه محسوسیږي.
ډېری د وخت مشرانو دغېرې متوازن سیاست له امله هېواد بحران ته لاړ یعنې دوی داسې څه غوښتل،چې د هغه ډول چارو لپاره غیني او ذهني شرایط نه وو اماده په بیړه او بې تدبیره یې د هېواد پرمختګ غوښته لکه په اوس وخت نه وخت د امان الله خان باندې دا انتقاد کیږي چې تر ډېره یې بیړه وکړه او تدبیر سره یې قدم وانه خیست چې پایله دده جلاوطني شوه او وروسته یې که هر څومره هڅه او هاند وکړ د ولس په ذهنیت کې بل څه پیچکاري شوي وو او واک د وخت هغه دړامارانو ته ورپاتې وه،چې تاریخ به یې هېڅکله ونه وبښي.
فلهذا، افغانانو په طول د تاریخ کې د سولې او جګړې دواړو قضایاوو سره سطحي او افراطي برخورد کړی، همدغو سطحي او افراطي برخوردونو دغه قضایاوې لا پسې پېچلې کړیدي سوله هغه نوم،چې تر بل هرکله ورته د افغانانو خوشبیني زیاته شوې دا،چې یاده سوله به موږ ته په کوم قیمت تمامه شي لا هم یو مبهم سوال دی لومړۍ دا سوال باید حل شي،چې ولې باید سوله کې هر قدم په فکر او پام واخېستل شي.
سوله کې ولې باید پام وشي!؟
د خلیلزاد د لومړي دور خبرو څخه نیولې تر اتم پړاوه مذکراتو څخه داسې ښکاري،چې اوس هم ژور د نظر اختلافي موضوعات شته طالب لوری یو لړ داسې غوښتنې لري،چې هغه مطلقاً د اوسنیو ټولو هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دي،چې موږ وروسته له ډېرو قربانیو یادو ارزښتونو ته رسیدلي یو مثلا جمهوریت مسائله چې د افغانانو لپاره یو ټول منلی ارزښت دی، د بیان ازادي، په رسنیو کې د ښځو ونډه، په ټوله کې د ښځینه قشر حقوق، او داسې نور... طالب لوری دغو ټولو مسائلو ته له خپلو عینکو ګوري پورته ټولو مواردو کې خپل ملاحضات او اختلافي نظر لري تر دې چې یو وخت یې د اوسنۍ اوردو د منحل کېدو غوښتنه درلوده او اوس هم اوسني نظام او اوردو د یوې اجیر نظام او اوردو خطاب کوي.
پورته موارد باید د طالب سره لومړۍ په واضیح ډول تعریف شي دلته که یو مقتدار، پخپلو پښو ولاړ نظام راځي نو باید هغه جنګي جنایتکاران،چې دخپلو جنایتونو قضیې یې دا نن هم د تاریخ په پاڼو کې د محاکمو په میزو پرتې دي څنګه به کیږي طالب،چې کوم وحشت کړی، جنایت یې کړی ایا ددې حساب به ورکوي که یا؟ هغه ادعاوې،چې دواړه لوري یې تردې دمه لري لکه د سیاسي او جنګي بندیانو حساب او کتاب به کیږي اوکنه که تعریف نه شي نو دا خو سوله نه شوه که بیا تعریف کیږي څرګنده،چې دا دې سولې په نوم روان داستان به یوه ورځ په یوه بل بحران بدلیږي دلته یو هغه طالب دی، چې په قطر کې یې سیاسي مشروعیت حق ځانته ورکړی دا خو که هر ډول په نظام کې به مدغم شي د طالب بل لوری،چې تر ټولو خطرناک عواقب درولودلی شي هغه یاغیان دي، چې دا نن هم ګوته په ماشه ناست دي او د خپل بادار په یوې کوچنۍ اشارې سره د وینو ویلې بهولی شي د هغوی برخلیک به څنګه کیږي!؟
د طالبانو په لیکو کې وخت نه وخت په مستند شکل د بهرنیو جنګیالیو خبره کیږي لکه پاکستاني، چیچنیايي، او نور هغه نفوذي استخباراتي کړۍ،چې دا مهال عملا فعالیت کوي طالب لوری باید وضاحت ورکړي.
که دا ټول مبهم سوالونه حل نه شي او یو بینادي مېکنانیزم په اساس په یو بحث او مناقشه بدل نه شي فکر نه کوم،چې موږ د یوې پایدارې سولې ته ورسیږو بلکې دا به یو ځل بیا کورني کشمکش ته لار حواره کړي او په منځ کې به یې همدا د نن د سولې تږي افغانان یو ځل بیا د سولې په نوم لولپه شي اوسنۍ سوله که په همدې قیمت کیږي اصلا سوله نه ده بلکې بحران دی لحاظ موږ افغانان باید صبر ولرو او په تدبیر سره د یادو سترو برخلیک ټاکونکو قضایاوو سره مخطاطانه برخورد وکړو.
سوله کې عام نظر او هیله
ټول افغان اتباع،چې کلونه یې خونړۍ جګړه زغملې او هر ډول قربانۍ یې ورکړیدي د هغوی د اذهانو د جوړولو لپاره باید دغه ستره قضیه تعریف شي هغوی ته په ساده ډول وویل شي،چې لکه څرنګه چې موږ فکر کوو،چې دطالب سره په سولې کولو سره اوسنیو هر ډول ستونزې به پای ته ورسیږو یو خیال دی تر څو،چې طالب د افغانانو سره مخامخ ډیالوګ ته حاضر نه شي او دغه اختلافي موضوعات لومړۍ په خپلو کې حل نه شي د امریکا، پاکستان، چین او نورو ذیدخلو اړخونو په خوله د سولې سندره د یوه بل بحران زمزمه ده هغه هم دې داسې بحران،چې ممکن یو ځل بیا د مهاجرت بسترې په شاه کړو.
امریکا د څنګه یوې سولې پلان لري!؟
لکه څرنګه،چې امریکا په نړۍ کې د ژوئوپالولټیک (سیاسي جغرافیه) هغه جغرافیه،چې د دوی د نسلي ګټې تضمینولی شي چې په هر قیمت کیږي ځان رسوي امریکا د منځني ختیځ په سیاستونو کې د ځان مدغم کولو لپاره د خپلو وهلو خېمو مراندې لا کلکوي په سیمه کې د اوسنیو روانو کړکېچونو لکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرغیړنه کرښه، د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سر جنجال چې د پاکستان لومړي وزیر امریکا ته پخپل وروستي سفر کې د ډونالډ ټرمپ سره مطرح کړه د هند په تند غبرګون سره پاکستانیو د ای، ایس، ای جنرلانو دفتا د افغانستان د سولې د پروسې سره ارتباط ورکړ له دې څخه ښکاري چې امریکا یاده سوله
موږ ته ممکن په ډېر ستر تاوان تمامه کړي په هغه قیمت،چې موږ پرې ډېرې قربانۍ ورکړي پاکستان په زغرده وایي چې افغانستان د ډیورنډ په رسمیت وپېژني موږ به یې په مقابل کې طالب افغاني ډیالوګ ته اماده کړو او هند ته به کشمیر ورپاتې شي موږ به د زرو په بیه طالب واخلو له دې ښکاري چې افغانه امریکا غواړي مړد هم کړي او پړ هم ګټه د هند او پاکستان وکړي او امتیاز د امریکا واخلي مړ او پړ د زه شم ایا موږ تیار یو چې سوله وکړو یاده لوبه امریکا د همدې لپاره ایخوا دیخوا کوي.
د سولې وروسته د امن تضمین څوک کوي!؟
تر دې دمه هغه هېوادونه،چې په ظاهره د سولې سندره زمزمه کوي څوک ددې تضمین کوي چې د یادو لوبغاړو څخه څوک دې ته اماده دي چې په هېڅ کوم بل نوم به طالب بیا ټوپک نه په غاړه کوي د طالب څو ادرسونو، د طالبانو په وینا د هغوی هغه فعلي اویازره جنګیالي چې عملا د حکومت په وړاندې به جبهه کې دي هېڅ کومه ډله به د بیا ځلي یو بل امتیاز لپاره نه پورته کیږي؟
زه فکر نه کوم،چې ددغو تضمینونو لپاره د کوم هېواد حاضر شي ځکه امریکایي جترالانو په ځانګړي ډول هغه جنرالان چې د افغانستان له جګړې څخه تجربې لري په زغرده وايي چې له سولې وروسته به په افغانستان کې ناامني موجوده او زیاته شي له دې څخه معلومیږي چې ممکن طالب له یو بل ادرس څخه سر راپورته کړي دلته جنګ د همدې تعاملاتو لپاره روان دی.
دا اوس هم د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا او روسیه ولې د سولې په پروسه کې د دومره دلچسپي لري روښانه ده،چې خپلې راتلونکي نسلي ګټې مد نظر نیسي هېڅ هېواد ته ددې لپاره زموږ سره نه دی ولاړ،چې افغانان په ارامه وي بلکې هریو یې د متقابلو ګټو په لټه کې دی.
اوسنی نظام له څه ویره لري!؟
افغان حکومت په نېږدې راتلوونکي کې سترې مهمې پروسې په وړاندې لري لومړۍ مسائله داده،چې که احیاناً طالب سره د سولې توافق ته ورسیږي په نظام کې د مدغم کېدو او ګډون لپاره باید د ډیموکراسۍ د اصولو په اساس اشتراک وکړي نه دا،چې امریکا سره د یوه توافق په اساس چې هر ډول وي د نظام یوه برخه شي بله دا ویره لري چې خدای مه کړه امریکا د خپلو سیاستونو لپاره دا ډله په زور په موږ را تاوان نه کړي.
لکه څرنګه،چې د خلیلزاد او طالب مشرانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې ګرمې شوې او په هغه وخت کې ملي یوالي حکومت یو ډول منزوي شو همغه وه،چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تند غبرګون وښود.
په کور دننه فعلاً سولې په وړاندې یوه کلي اجماع نه ده ایجاد شوي هغه تناقضات چې په وروستیو کې د سولې په وړاندې موجود دي باید یو واحد ادرس ته جذب او راجع شي.
حکومت په وروستیو کې یو ډول منزوي شو همغه وه چې په بیړه یې لویه جرګه راوبلله او نړیوالو ته یې ښکاره کړه چې ګواکې ولس له مو سره ده او ولس اوس هم په زموږ د نظام له مېکنانیزمونو تر شاه دی.
وروستي