د افغانستان سا

هر ژوندي موجود کې چې سا ودریږي له منځه ځي سا یوازینۍ الهي پېرزوینه ده چې  ټول وجود ته یې د حرکت او خوځیدو توان ورکړی. یاده خبره د ولسمشر غني سره تشبېه کوم؛ ولسمشر غني د افغانستان سا ده هغه سا چې د سیمې او نړۍ لوری یې د افغانستان په طرف را وګرځوو.
دوکتور غني یوازې یو فرد نه دی؛ دوکتور غني هغه لعل دی د افغانستان، سیمې او نړۍ نبض یې تر ټولو ښه تشخیص کړی دی؛ او پدې پوهیږي چې باید څه وکړي. پداسې حال کې چې په افغانستان کې د نړۍ  ابر قدرتونه سره ښکر په ښکر دي، یوه مطلقه پردۍ نیابتي او استخباراتي جګړه په افغانستان کې روانه ده او له بله اړخه په کوردننه مو داسې پردیپالو، لیونو خولې خلاصې کړیدي چې د خپل ژوند د بقا لپاره او د خپلې ناروا خېټې د ډکولو لپاره حتا د افغانستان خاوره چې مور بلل کیږي د دې په خرڅولو باندې هم نه دي بند.
 همغه د پرون ټوپکسلاران چې خولې یې د افغانستان د خلکو په وینو سرې دي او د دې خاورې په ګوټ ، ګوټ یې د باردو بوی پریښی نن بیا هم پدې هڅه کې دي چې د لا زیاتو د امتیازاتو د لاسته راوړلو لپاره ولسمشر غني وګواښي او یا یې هم د تکراري بغاوتونو په ذریعه د ولسمشر غني وخت ور ضایع کوي. له دې ټولو ننګونو سره، سره سپين ږیری ولسمشر د ګل خانې ماڼۍ ژیړو څراغونو ته اتلس ساعته کار کوي هغه بنیادي زېربنايي پروژي چې ډېری زموږ هېوادوالو حته که ووایم په قدرت کې زیاترو سیاستوالو یې شاید نوم هم نه وي اوریدلی خوشبخبتانه نن ورځ د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره همغو ټولو بنیادي پروژو باندې کار روان دی.
بل د تاریخ مخ توري څېرې چې نن یې د فریاد چیغې تر اسمانه رسیږي د همدې غني برکت دی چې د بیت المال پیسو له غله او چور او تلان دروازې یې پرې بندې کړې هغه کسان چې په یو نه یو ډول په فساد او خیانت کې یې لاس درلود منزوي کړیدي چې دا کار تراوسه چې نه وه کړی؛ ولسمشر غني ددې ټولو سره، سره په خپل مدبرانه سیاست او تفکر سره دوه ګاونډیان ایران او پاکستان چې دلسیزو راهیسې یې د افغانستان د جګړې اور ته لمن وهله او نیغ په نېغا د افغانستان په قضایاوو کې ښکېل وو تر پزې راوستلي دي او دواړه هېوادونه یې ځانته په ګونډو کړل.
پاکستان یې اقتصادي رکود سره مخ کړ پدې چې د پاکستان اقتصاد د افغانستان له اقتصاد سره اډل شوی وو، ولسمشر غني په پیل کې پاکستان ته د اخلاص غېږه پرانېسته خو پاکستان یې په غېږه کې لکه ماشوم کالي ور لمده کړل نو ددې پر ځای یې هند ته اقتصادي لاس ورکړ او هندوستان یې تود هرکلی وکړ چې پدې سره ولسمشر غني وتوانید چې په خپل خاموشانه سیاست سره د پاکستان د رذلت څخه ډک او دوه مخۍ څخه  نړۍ ته پرده پورته کړي.
 اوس نو هغه ورځ لرې نه ده چې یوه ورځ به نړۍ ټولې دروازې د پاکستان پرمخ تړل کیږي او پاکستان به د نړۍ د یوې کثافت دانۍ حیثت غوره کوي.
د ولسمشر غني د افغانستان لپاره ډېر یو لوی خوب لیدلی چې ددې خوب د رښتیا کیدو لپاره څلور اساسي لوی کارونه ترلاس لاندې لري چې تر ډېره پکې بریالی هم دی چې د خدای ج په نصرت سره به د همدې څلورو لویو موخو ته د رسیدو سره یوه ورځ راتلونکي ده چې اروپایان په افغانستان کې د پنا غوښتنه وکړي.
لومړۍ غني غواړي چې افغانستان په یوه اسیایي اقتصادي څلور لاري بدل کړي چې ددې کار لپاره یې اولیت سوله ده چې باید په افغانستان کې سرتاسري سوله تامین شي چې ددې کار لپاره یې د سیمې او نړۍ په کچه تپه تلاش روان دی که خدای کول ژر به افغان ملت د سولې پېتاوي ته کیني.
دویم د افغانستان تر ټولو مهمې اقتصادي زیرمې چې لوی ارزښت لري ددې کانونو د شفاف استخراج لپاره شپه ورځ د بهرنیو او کورنیو متخصیصنو سره په سلا مشورو بوخت دی چې څه ډول وکولای شو چې د افغانستان کانونه چې واقعاً افغانستان په بشپړ ډول خودکفا کولای شي استخراج او ګټه ترې پورته کړو.
ولسمشر غني پدې پوهیدلی دی چې که د افغانستان له طبعي زیرمو سمه ګټه پورته شي افغانستان به د نړۍ د بډایه هېوادونو په قطار کې ودریږي چې دا ورځ راتلونکي ده.
دریمه د ولسمشر غني د تمرکز نقطه د افغانستان د اوبو مدیریت دی؛ چې په مدیریت کیدو سره به د افغانستان اوبه وړیا نه وي بلکې د یو ځانګړي قیمت په مقابل کې ایران او پاکستان ته ورکول کیږي او  اړ دي چې نور د افغانستان د اوبو قیمت ورکړي د افغانستان د اوبو پرته په ایران او پاکستان کې سا نه شي چلیدلی مجبور دي چې له تندي مړه شي چې دغه مرګ ته یوازې او یوازې ولسمشر غني ونیول.
ایران او پاکستان باید ولسمشر غني ته د یو معمولي کس په سترګه ونه ګوري افغانستان اوس د هغه پخوا بې وسه افغانستان نه دی اوس د غني په شان یو مدبرې رهبرۍ درلودونکی دی.
څلورم لوی کار چې د غني په وجود سره ترسره شو دا وو چې ټولې هغه مفسدې کړۍ یې یوې خواته کړې د حکومتدارۍ ډېرې چارې یې په لاس کې واخېستې د پانګې انحصار ته یې زمینه برابره کړه؛ د دولتدارۍ سیستم جوړښت یې رامنځته کړ، د افغانستان عایداتي سرچینې یې شفافي کړې مالیې سیسټم یې فعال کړ؛ تدراکاتو باندې ځانکړي کمېسون په چارچوب کې یې ډېری مواریدو کې اصلاحات رامنځته کړل.
دا ټول هغه څه دي چې د ولسمشر غني د یو خود کفا او په ځان بسیا افغانستان لپاره شپه ورځ پدې هڅه کې دی چې افغانستان راتلونکو نسلونو ته یو جوړ سیسټم او هېواد په لاس ورکړي چې ملاتړ یې د هر افغان باندې فرض عین دی چې په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولسمشر کلکه حمایه وکړو تر څو وکولای شو ستر بدلون ته لار هواره کړو.