اقتصادي سیاست د افغانستان بقا

د لاجوردو لار د د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د ترانزیټي، سوداګریزو، او ترانسپورټي همکاریو او د ترازیټي چالېشونو د له منځه وړلو یو دایمي، ډاډمن او ارزانه حل لاره ده، چې خوشبختانه د افغانستان په تاریخ کې ولسمشر غني لومړنۍ ولسمشر دی،چې د افغانستان د اقتصادي ثبات یې د کار له مهمو او ستراتیژیکو نقاطو څخه دی،چې له ښه مرغه د لاجوردو لارې په پرانیستو سره به د یادو هېوادونو ترمنځ یاده لار د اتصال او ګډو کمرکي فعالیتونو د ودې په موخه او سمندري بندرونو ته د لاس رسي د یو بدیلې لارې په توګه له همدې لارې استفاده کیږي.

د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان، او ترکيې د سړک د اوسپنې پټلۍ په ذریعه د افغاني اموالو ترانزیټ د اقغانستان، منځنۍ اسیا، قفقاز، بالکان، او مرکزي اروپا ترمنځ تر ټولو مناسبه او د هېواد اقتصادي نظام د پښو د درلو لپاره له خورا زیات اقتصادي اهمیت څخه برخورداره ده.

یاده لار د فریاب ولایت د اقینې او د هرات ولایت د تورغونډۍ له بندر څخه پیل د ترکمنستان، حزر له بحیرې ان د قارص له بندر څخه د ترکیې استانبول بندرونو ته غزیدلي او په پایله کې اروپا سره اتصال مومي.

د لاجوردو لار اصلا د ولسمشر غني د اقتصادي طرحو پر اساس او د بهرنیوچارو وزارت په نوښت د سیمې هېوادونو له تاده هرکلي سره مخ شو او دادی له نیکه مرغه یاده ترانزیټي دروازه د ولسمشر غني او ګڼو چارواکو په ملتیا پرانیسته وشو چې د یوه مرفغ افغانستان او اقتصادي پرمیخون به ددې باعث شي چې د افغانستان راتلوونکو نسلونه د ولسمشر غني په نوم وویاړي.

هېره دې نه وي چې یاده لار په اصل کې د د وریښمو د لارې بیا رغول دي چې لرغونتیا یې له نن څخه دوه زره کلونو ته رسیږي؛ یاده لار د وخت له ډېرو اهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېدله،چې د افغانستان لاجورد او نورې قیمتي ډبرې به له دې لارې د قفقاز، روسیې، بالکان، اروپا او افریقا شمال هیوادونو ته لېږدول کېدلې.

په پایله کې ویلی شو،چې د لاجوردو لارې په پرانستل کېدو سره به د اقغانستان خصوصي سوداګري وده ومومي، او د خصوصي سوداګرۍ لپاره یو ستر او پر ځای ګام دی د یاده لار به د پانګې اچونې، کارموندنې، او داسې نورو مهمو سوداګریزو موریدو کې مثمره تمامه شي او د افغانستان د اقتصادي بډینې تر ټولو ستر ګام دی.

د یوه ښېرازه افغانستان په هیله.