
زما یو ملګرې راته وویل چې د انګلیستان په سفارت کې د یاد هیواد له سفیر سره مازدیګر مهال ناست وم چې د وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د حماسې ترانو او سندرو غږونه شول سفیر را څخه وپوښتل چې دا څه خبر ده؟ ما په لږ غرور وویل: دا مو د خپلواکۍ ورځ ده. سفیر موسکې شو او وویل: موږ بدبخت خلک یو چې هیڅ د خپلواکۍ په نوم ورځ نه لرو.
سینوهه د فرعې ډاکټر نوم دي هغه یو لوی ستر کتاب لیکلې اوس وختونو کې پښتو ته هم ژباړل شوي دي زیات د ګټې کتاب دي یو ځای کې یې لیکلې چې فرعونیانو به هغه ورځ نه لمانځله په کومه کې چې دوی واک اخیستې وو ځکه اولس یا خلکو به یې له هغو څخه د تیرو وختونو د خوار او یا د بل تر امر لاندې ژوند په اړه پوښتنې کولې. بس ویل به یې چې موږ له فطرت څخه همداسی آزاد او ستاسو خدایان پیدا شوي یو.
نن هسې سوال راسره پیدا شو ما ویل چې موږ هم عجیب خلک یو له یوي خوا د پنځه زره کلن تاریخ دعوه کوو. کله زردشت ستایو او کله یې د یو تاریخې سمبول په توګه یادوو د یما پاچا یاد هم کوو دا هم منو چې هغه یو یاغې او آزاد شخص وو ځينې حکایت لیکونکې وایې یما ځکه اسلام قبول کړ چې اسلام هم د پښتنو دود ته ورته اصول او قوانین لرل. دا هم تر یو ځایه راته معلومه ده چې دا خاوره د آریانا، خراسان او بیا د افغانستان په نوم نومول شوي. خو بیا هم د سلو کلونو ژوند ستایو او د آزادی دعوي کوو. سوال دادی چې له سلو کالونو مخکې مو ژوند څنګه وو؟ که مو دا ۴۹۰۰ کالونه په غلامې کې را تیر کړي وي قسم په الله چې اوس به هم د غلامې څرکونه را کې پاتې وي.
راځې مخکې به نه ځو دولسمه هجری شمسې پيړې به را یاده کړو د لوی احمدشاه بابا ژوند. آیا کوم تاریخې سند شته چې احمدشاه بابا دي د آزادی یا خپلې د امپراطورې د ستاتنې یا جوړښت کومه ورځ لمانځلې وي؟ او که یې اولس ته د آزاد او پراخ ژوند روحیه ورکوله؟ که به د احمدشاه بابا لښکرې په پانې پت کې جنګیدې او برې به یې راوړلو خو بیا یې هم د آزادی په نوم کومه ورځ نه ده لمانځلې. له احمدشاه بابا لږ مخکې میرویس نیکه هم لومړې حکومت رامنځ ته کړ او افغانان یې د ګورګین له غلامې را ویستل خو بیا نه میرویس نیکه دا ورځ لمانځله او نه هم احمدشاه بابا.
اساسې سوال دا دي چې د داسې ورځو لمانځل آزاد ملتونه او اولسونه نه کوي؟ او که داسی نه کیږي چې هم دي د آزادی دعوه وکړو او هم دي د خپلو غلامې لمانځنه. سل کاله ژوند د هوساینې ګڼو خو ۴۹۰۰ کالونه بیا نه پوهیږم چې په کوم نوم یاد کړو.
غازی امان الله خان د وخت دپاره لویه کارنامه وکړه هغه خپلواکې واخیستله خو دا دی ژوند خپلواکې نه وه دا د چارو استقلالیت وو خو بدبختانه چې غازی امان الله خان ته کورنۍ مشکلات دومره زیات شول چې بلاخره مجبور شوو هیواد پریږدي. تاسې د امان الله خان د خاطرو کتاب وګورې چې انګریز جاسوس لیکلی دي همدا جاسوس چې کله امان الله خان کور ته په ایټالیا کې ورځې امان الله خان ورته په سویو اسولیو کې د انګریز له چل او دوه مخکې توبه شکایت کوي او سترګې یې له اوښکو ډکې ډکې کیږي.
غواړم اساسې خبر دلته ولیکم: زموږ لویه ستونزه داده چې زموږ مشران (قومی مشران، پاچاهان، د واک واکداران یا سلاکاران) په ډيره تنده سیاسې قدرت یا چوکې تر لاسه کوي خو دا د واک ګډۍ یې ډيره لړزانه وي همدا یې علت دي چې یواځې نمایشې حرکتونه کوي له احمد شاه بابا وروسته یو داسی شاه تیر نشو چې د افغانستان دپاره قوي د بنسټ ډبره کیږدي هر یو فقط د عامه ذهن د غلولو حرکتونه کوي او اولس ته ځان داسی ښکاره کوي چې ګواکې سترې کارنامې یې وکړي. او هغه چې واک یې د اولس په رایه او خوښه اخیستی هغوي بیا د واک زیات فکر نه کوي هغوي د کارنامو او خدمت په اړه فکر کوي او د تاریخ له ملامتیاء ځان ساتې. زه نه پوهیږم چې دا خبر به څومره ریښتینې وي خو د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون د لر او بر پښتنو په یو کنفرانس کې وویل: نصر الله بابر کندهار کې ملاعمر ته راغې او ورته یې وویل چې امیر صیب که تاسی اسامه بن لادن امریکې ته وسپارې هیڅ به هم پيښې نشې او تاسی به امیر وي او امارت اسلامې به مو حاکم وي. او که تاسی یې نه سپارې پاکستان مجبور دي چې د خپلې بقاء د ساتنې په خاطر امریکې ته د پاکستان د خاورې څخه لار ورکړي. ملاعمر ورته وویل: فرق نه کوي تاسې پاکستان وساتې موږ افغانان به تاریخ.
ذهن جوړونه: زه پدې باور یم تر هغې به هیڅ خاوره د پرمختګ قدم پورته نه کړي چې تر څو یې اولس د جوړونې اراده ونه کړي. افغانستان تیرو څه باندې څلورو لسیزو زیات ټکنې کړ هر څه یې تیرې واخیستل تعصب، قوم پالنه، سمت پالنه پکې لوړې کچې ته ورسیدل او دا سیالې زیاتره د چارواکو تر منځ کیږي. زیات شمیر افغانان همدا اوس هم د بنسټیزو پروژو دښمنان دي او نه غواړې چې هیواد کې دي پرمختګ وشې البته هغوي ته همدا فکر ورکړل شوي ځکه هغوی د پول، سرک، مکتب، روغتون او داسی نورو جوړونه شیطانې کړنې ګڼې او همدا سبب دي چې هره ورځ مو دا هر څه په بمونو کې الوځې او له بلې خوا مو زیات شمیر ښارې ځوانان له ممبر او اسلامې مطالعې ډار لري وایې هسی نه چې ملا رانه جوړ شې او بیا به د هیچا نه خوښیږم.
افغانستان نن زیات شمیر رسنیز چینلونه لري خو یو یې هم د افغانانو دپاره کار نه کوي. د ترکې او هندې سریالونو خپرول د هر یوه تلویزون عایداتې پروژه ده او یا خو هم د نیمه لوڅو ښځو کنسرتونه او تفریحې پروګرامونه دي . چې په ساعتونو ساعتونو ورته کینې یوه د ګټې کلمه به هم زده نه کړي بس هسې به درته کله نفسې او کله افسوسې احساس غلبه کوي.
نن افغانستان پداسی حال کې سل کلنه خپلواکې لمانځې چې نیمه سلیزه یې په کورنیو جنګونو کې تیره کړي له انګریز وروسته دوه ځلې ښکاره اشغال شوي او یو ځل د ۱۹۹۵ کال څخه تر ۱۹۹۹ کالونو پورې د پاکستان حکمرانې هم کې چلیدلې ده دا یو تریخ حقیقت دی او زموږ دافغانانو دپاره یو لوی درس. نن هم پداسی حال کې د غازی امان الله خان نیمګړې فصل بشپړیدل لمانځل کیږي چې هره ورځ مو ډله ډله ځوانان د یو نامعلوم جنګ له لاسه مړه کیږي. موږ نن پداسی حال کې خپلواکې لمانځو چې هره شپه ویده کیږو د سهار د راپاڅیدو امید مو ټکنې وي. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې هیواد مو له دوه میلیونه معتاد ځوانان ډک دي او کورنۍ یې بربادیږي. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې خلکو مو د فقر له لاسه خپل اولادونه په زانګو کې خرڅ کړل. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې اوس مو هم په زرګونو ځوانان د اورپا او ترکیی په کمپونو کې شپې او ورځې سبا کوي. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې همدا اوس دری میلیونه بیکاره ځوانان لرو. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې اولس مو هیڅ له حکومت څخه خوشحاله نه دي. موږ پداسی حال کې سلمه خپلواکې لمانځو چې دارلامان ماڼې ته د غځيدلې سرک پر سر د ودونو یو هوټل کې ۱۴۰ ملکیان ټوټې ټوټې شول او ښاده یې په ستر غم بدله شوه. څه به خوند واخلې له هغو چراغې شپې چې په ورځ یې خپل د زړه ټوټه تر خاورې لاندې کړي وي او د چارواکو کاذب د زړه واخله ورته لا هم دروغجن ښکارې؟ هغه خلک به څه خوند واخلې له هغو شپې چې پټاقې یې درزا کوي د کومو چې په ورځ یې ځانمګرو بریدونو ځوانان ټوټې کړي وي. بس خبره به د یاغې او سرکښ مشر خوشحال خټک په شعر را لنډه کړو:
آزادی تر پاچاهې هم لا تیرې کاه
چې د بل تر حکم لاندې شې زندان شې