افغان سوله او د سیمې هیوادو ناغیړي

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوې، داسي تمې وې چې د اتم پړاو په وروستیو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ تړون لاسلیک او بیا به په رسمي توګه د روسیې او چین هیوادونو له خوا د تړون د ښه پلي کېدو د تضمین اړوند نړیواله غونډه جوړیږي،‌  د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان نړیوالې ادارې به هم شتون لري،‌ له دي سره سره به له قطر هیواد سربیره د پاکستان او ایران استازي هم د تړون پر مهال موجود وي،‌ او هغوی به هم د شاهدانو او یا ناظرینو رول لري،  او له یاد تړون څځه به په نړیواله او د سیمې په کچه ملاتړ کیږي.
 
چینایې چارواکې؛ چې په هیواد کې یې له ګڼ شمیر چینایې مسلمانانو سره د بد چلند په اړه راپورونه ورکول کیږي، کیدای شي انديښنه ولري چې د طالبانو واک ته رسېدو سره به یغور مسلمانان هم د چین دغه ډول له کرکې ډک چلند له امله غبرګون وښيې. ولې ښکاري چې بیا هم چین چمتو دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د پلی کېدو لپاره د تضمین کوونکي هیواد په توګه رول ولوبوي.
 
روسیه چې لا هم په افغانستان کې د داسي نظام پلوی ده چې په راتلونکي کې د دوی ګټې هم په سېمه او افغانستان کې خوندي وي، پرته له شکه د طالبانو اړوند به یې ټولې اندیښنې له منځه نه وي وړل شوې، ولی اوس مهال روسیه ښه ګڼې چې د افغانستان د نظام چارې طالبانو ته وسپارل شي، او د سولې تړون د تضمین کوونکي هیواد رول ته چمتو دي.
 
پاکستان امتیاز غواړي:
پاکستان هیواد چې هر وخت یې غوښتې او غواړي چې د افغانستان له جګړې او سولې څځه امتیاز تر لاسه کړي، اوس مهال چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې څنډې ته پاتې شوی، هغوی کیدای شي چمتو به نه و چې د طالبانو او امریکا ترمنځ‌ د سولې تړون لاسلیک مراسمو کې برخه واخلي، ځکه د پاکستان لومړي وزیر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د لېدنې پر مهال ویلي و چې طالبان به وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او له طالبانو سره د افغان – امریکایې پوهنتون دوه بندي استادانو په خوشي کولو کې به هم مرسته وکړي.
 
تر دې مهال چې د طالبان او امریکا ترمنځ د اتم پړاو خبرې پای ته رسیدلي، له عمران خان سره طالبانو نه و کتلي.
همدارنګه د کشمیر مسئله هم د پاکستان لخوا د افغانستان مسئلې پورې تړل کیږي، ‌چې دا د پاکستان ناسم او ناکاره سیاست دی، ځکه په افغانستان کې د جګړې اوږدېدل د هند په ګټه او د پاکستان په زیان ده.
 
ایران د ګډ حکومت او ټاکنو ملاتړ کوي:
ایران چې اوس مهال یې د افغانستان د ګډ ‌حکومت سره اړیکې ډیرې نږدې شوې، هغوی ټینګار کوي چې د سولې مذاکراتو کې محوري رول باید افغان حکومت ولري،  له همدې امله ده چې اوس مهال ایران د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ننګه کوي، او د امریکا – طالبانو د سولې تړون پلوي نه کوي، ایران فکر کوي که د طالبانو او امریکا ترمنځ سوله وشي، نو بیا به د امریکا لخوا ایران ضد کړنو ته لا ډیره زمینه برابره شي.
 
ایران په تیرو څو میاشتو کې ډیره هڅه وکړه چې طالبان وهڅوې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، ولې طالبانو ونه منله. ایران د همداسي سولې خبرو بې خونده تجربه د استاد رباني د حکومت پر مهال د تاجکستان د اسلامي نهضت (عبدالله نوري) او تاجکستان حکومت ترمنځ هم لري، چې پایله کې یې د تاجکستان اسلامي نهضت په بشپړه توګه له منځه ولاړی او د تاجکستان لپاره ایران او د هغه وخت افغان حکومت لوی خدمت وکړ.
 
ایران هم په افغانستان کې د خپلو ګټو پر بناء تګلاره جوړوي، د هلمند سیند اوبه، د اهل تشیع مذهب اړوند به تیرو ۱۸ کلونو کې لاسته راوړنې، او دا رنګه له طالبانو سره مذهبې توپیر هغه څه دي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته د ډیر واک په لرلو کې انديښنې لري.
 
ولي هند د افغان سولې مخالفت کوي؟
د هند اوسنۍ اداره په خپل ټول توان په افغانستان کې د سولې مخالفت کوي، هغوی غواړي چې دلته جګړه دوام وکړي، د ځینو افغان سیاستوالو له نظره دوه لامله یې کیدای شي:
لومړی: هند لا هم انديښنه لري چې کیدای شي پاکستان پر طالبانو زیات نفوذ ولري، که طالبان واک ته رسیږي، نو په افغانستان کې به د هند ګټې له ننګونو سره مخ کیږي، له تیرو ۲۶ کلونو راهیسي هند په همدې ناسم فکر او د طالبانو اړوند یې تګلاره له بدبینې او بې ځایه انديښنې ډکه ده.
 
دوېم: هند ځکه په افغانستان کې د جګړې پلوي دی، دوی فکر کوي که په افغانستان کې سوله او امن راشي، نو ډیری اسلامپال جنګیالي به د کشمیر لورته ولاړ شي، له کشمیري مجاهدینو سره به یوځای او د هند په ضد به جګړې کوي، ښه ګڼي چې اسلام پاله جنګیالي د کشمیر پر ځای په افغانستان کې مصروف وساتل شي.
 
له همدې امله ده چې هند په خپله  هند - افغان تګلاره کې  د خپلو ګټو ساتلو لپاره د پاکستان په نسبت عمیق سوچ کړی، ځکه خو موږ مخکې وویل چې افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده، ولي پاکستان لا هم لا زیات امتیازات غواړي.
 
پاکستان ځینې امتیازات هضمول غواړي:
ځینې سیاستوال فکر کوي چې پاکستان به  افغان سولې کې د هغه امتیازاتو د هضم کېدو فکر کې وي چې د حامد کرزي د حکومت پرمهال او بیا د ګډ حکومت لخوا دوی ته په تیر ۵ کلونو کې ورکول شوې، مثلا پر ډیورنډ لیکه د اغزن تار غځول، په تورخم دراوزې باندي موانع، د کندهار سپین بولدک او شورابک ولسوالیو، د ننګرهار د ګوشتې ولسوالي،  د خوست  د ګربزو ولسوالي او کونړ ځینو سېمو کې د پاکستانې پوځیانو لخوا د افغان خاورې لاندي کول.
 
د سولې تړون ځنډ د چا په ګټه دی؟
که له امریکا سره د سولې تړون نور هم وځنډیږي، د دې امکان شته چې ولسمشریزې ټاکنې وشي،  خو پایلې به یې جنجالي او د بیا ځل ګډ حکومت امکان به هم تر ډیره نه وي، ولي اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تګلاره داده چې ولسمشریزې ټاکنې ونه شي، خو ممکن د پنټاګون او سي آی اې تګلاره دا نه وي.
 
کیدای شي د ټرمپ اداره د امریکایې پوځیانو ژر وتل غواړي، خو په امریکا کې هم پریکړه د یو شخص او یوې ادارې لخوا نه کیږي، له همدې امله ده چې خلیلزاد بیړه لري، خو د امریکا نظامي او استخباراتي ادارې ممکن هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې تړون ژر ونه شي.
 
داسي فکر کیږي چې که د سولې تړون نهایې کیږي او یا هم ځنډول کیږي، پر طالبانو به یې تاثیر نه وي، بلکې په دواړو حالتو کې طالبان ګټه کوي، ځکه خو لویدیځې او امریکایې رسنۍ هم راپورونه ورکوي چې طالبان بیړه نه لري.
 
که د سولې تړون لاسلیک له ځنډ سره مخ کیږي، تر ډیره بریده د پړې ګوته د امریکا او افغان ولس لخوا د امریکا دولت ته نیول کیږي، همدارنګه له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند افغان حکومت هم پر امریکا نیوکې کوي، له همدې امله ده چې بیا هم د سولې د تړون اړوند ډیر فشار به امریکا ته متوجه وي،‌ نه طالب ته.
 
طالب په زور که سوله راځي:
لویدیځوال پوهیږي او وایې که له طالبانو سره سوله وشي او په سولئیز ډول کابل ته راشي، نو د ۱۸کلنو په جریان کې ډیر پړسول شوې او شتمن شوې به په امن کې وي، د دوی شتمنۍ به هم خوندي وي، خو که طالبان په زور کابل ته راځي بیا به د امریکا پلو افغان چارواکو هر څه له خطر سره مخ وي، ولي لا هم زموږ ځینې افغان سیاستوال دغه باریکې نه حس کوي، او له طالبانو سره د سولې د تړون مخالفت کوي،‌زما د معلوماتو له مخې، د ګډ حکومت مشران، ځینې پخواني جهادي رهبران، حامد کرزی او ځینې مطرح سیاستوال له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون اړوند انديښنې لري،‌ ولي په ټوله کې د پخوانۍ شمال ټلوالې مطرح سیاسي اشخاصو بیا خپلې اندیښنې کیدای شي له طالبانو سره شریکې کړي وي او هغوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اړوند زیاتې اندیښنې نه لري.
 
کومې انديښنې؟
ځینې نور مسایل دي چې خلک غواړي په اړه یې پوه شي، ډیری ولسي خلک په دي نظر دي که طالبان د اوسنیو چارواکو سره په حکومت کې په یو شکل د اشکالو شریک شي، دا چې ولس له پخوانیو او اوسنیو چارواکو ښې خاطرې نه لري، نو ولس به د طالبانو په اړه هم بدګمانه شي، او دا رنګه د موقت حکومت خبره کیږي، چې کیدای شي موقت اداره به ډیر واک او کنټرول ونه لري، او بیا به هم ګډوډې روانه وي.
 
بله خبره د اوربند ده، پخوا داسي فکر کیدی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي، طالبان به له افغان حکوت او افغان سیاستوالو سره سمدستي خبرې پېل او په ټول هیواد کې به اوربند اعلان شي،  اوس ښکاري چې طالبان به لومړي جز ته چمتو وي، ولی چې ځان ګټونکي ګڼي، دوېم جز (اوربند) ممکن سمدستي اعلان نه کړي، کیدای شي له افغان سیاستوالو + حکومت سره د خبرو پر مهال به طالبان پر دوو مسئلو له دوی سره بحث او بالاخره ممکن توافق ته رسېدل غواړي:
۱ – د راتلونکي نظام بڼه او د حکومت نوم، د واکونه ویش
۲ – د شرایطو په نظر کې نیولو سره اوربند
بله انديښنه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا استخباراتې فعالیت اړوند ده، زما په اند چې طالبان دې مسئلې ته متوجه دي،‌ او کیدای شي په اتم پړاو کې پر دي باندي بحث شوی وي، زه باوري یم چې د امریکا / ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به امریکا او ناټو په افغانستان کې استخباراتي او نظامي فعالیت تر هیڅ یو نوم لاندي ونه لري.
 
د نیوزویک ورځپاڼې وروستی راپور چې امریکایې پوځیان به پر طالبانو حملې نه کوي، د افغان امنیتي ځواکونو روزنه به دروي، داسي ښکاري چې امریکا غواړي افغان حکومت باندي د سولې برخه کې فشار راوړي،‌ او حکومت ته وښيې چې د جګړې پر ځای سولې ته چمتو و اوسي.
 
کوم فشارونه شتوني دي:
که طالبان خپلو سیاسي هڅو او بهرنیو هیوادونو ته سفرونو ته دوام ورکړي، دا پر افغان حکومت فشار دی،‌ او دارنګه که حکومت نظامي تګلارې ته ترجیح ورکوي، نو پرته له شکه چې ولس به لا زیاته فاصله ور سره نیسي.
 
اوس چې ایران کرار کرار د سولې مخالف جهت کې ځای نیسي، او بل خوا سعودي عربستان په لومړي ځل په تیرو ۱۸ کلونو کې غیر مستقیم له طالبانو سره د اړیکو رغولو هڅې پېل کړي، همدا یو فشار کیدای شي، چې ایران باالاخره د افغان سولې له مخالفت څخه په شا شي.
پاکستان چې اقتصادي حالت یې ډیر خراب دی، په کور دننه د پښتون مېښتو ځوانانو او بلوچ بېلتون پالو له مخالفت سره مخ دی، او په دي برخه کې امریکا او انګلستان د مرستې ژمنې ورسره کړي، تر څو د پاکستان مرکزي حکومت مخالفین ارام کړي.
که پاکستان د افغان سولې مخالفت کوي، نو بیا امریکا کولای شي، چې پر پاکستان د فشار له پاره د پښتون میشتو سېمو ځوانانو او بېلتون پاله بلوچو په ځپلو کې د پاکستان تګلاره کې ورسره مرسته ونه کړي.
د هند اړوند چې د افغان سولې له مخالفت څخه لاس واخلي، یوازینی فشار د امریکا او روسیې په ګډه همکاري کیدای شي، او چین هم له هند سره پر پوله ستونزې لري، ښه داده چې یاد هیوادونه هند وهڅوي چې د افغان سولې له مخالفت څخه لاس واخلي. ولي افغان ولس هم د فشار ځینې موارد لري، که اړتیا یې ولېدل شوه، او هند خپل سولې ضد تګلارې ته دوام ورکړ، بیا ولس مجبوره کیږي، چې عکس العمل وښيې.