ولسمشر غني د پوهنې د ترانې ملي ټیم غړو سره وکتل

روهي( څلورنۍ/۲۲د زمري )،، محمداشرف غني پرون مازدیګر د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم سره وکتل او د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې دغه ټیم ونازولو.
 

دغه کتنه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب معینې مرجان متین د پوهنې د ترانې د فیستیوال په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، له ټولو ولایتونو څخه ۸۰۰ هلکان او نجونې کابل ته راغلي وو او د درې ورځو سیالیو په جریان کې د پوهنې د ترانې ملي ټیم ایجاد شو.
 

هغې زیاته کړه، دغه ټیم ټولو ته د همدلۍ او ازادۍ پیغام ورسولو او د افغانستان فرهنګي تنوع یې نندارې ته وړاندې کړه.
 
 
ولسمشر غني د پوهنې وزارت د ترانې ملي ټیم غړو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: تاسې د افغانستان بهترین او بااستعداده افغانان یاست چې خپل زړه راښکونکی غږ، خلکو ته هدیه کوئ.
 

هغه زیاته کړه، تاسې افغانستان ته د ازادۍ، خپلواکۍ، همدلۍ او هیواد د درې رنګه بیرغ د عزت پیغام راوړئ او د واحد افغانستان چې زموږ د ټولو شریک کور دی، استازیتوب کوئ.
 
 
ولسمشر یادو ماشومانو ته په خطاب کې وویل، ارګ ستاسې او د افغانستان د خلکو دی چې په راتګ سره مو ارګ ته ویاړ وباښه. هغه وحید قاسمي ته لارښوونه وکړه چې د دغو کوچنیانو د ترانو سلسله دې ثبت کړي چې په بېلابېلو محفلونو کې خپرې شي. د پوهنې وزارت او چارو ادارې عمومي ریاست بودجې څخه دې د پوهنې د ترانې ټیم تمویل شي، ترڅو په دوامداره توګه پیاوړی شي.
 
 
جمهوررئیس دغه راز لارښوونه وکړه چې د هیواد ملي سرود دې د پوهنې د ترانې ټیم په واسطه ثبت او د ارګ په ټولو محفلونو او برنامو کې نشر شي.