ستــــا د ديدن په
ياد راځم ستا په کوځه
جــــانـانـــه
زړګى مې تا وړى والله
چې يم بې زړه
جـــــانـــانــــــه
بې قدره اوښکې پر مخ
راغلې بيا ګريوان لمـدوي
خاورو ته لويږي رانه
بيا دانـــــه دانــــه
جـــانـــانــــــه
سترګې دې ډېرې ښايسته
دي څنګه زړه وســــاتم
نري،نري کوي دردونه
شـــــــي لمبــــــه
جانـــــانـــــه
دعـــــشق بيړۍ
راځينې لاړه بې ساحـــــله
شولـــــــه
يم
لاهـــــــوشـــــــوى په درياب
څپه،څپه جــــــــانانـه
وصال چې ستړى،سـتړى
ښکاري ملامــت نه ديـه
نيمګړي پاتې ده زموږ
دژوندکــيسه جـــانــــــانـــــه
خپله جونګړه (
١٣٨٧.١٠ . ٢ )
---------------
وروستي