سامسنوګ خپل دوه نوي ماډل (نوډ ۱۰ او نوډ ۱۰ پلس) موبايلونه بازار ته وړاندې کړل

روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، سامسونګ کمپنۍ د ځيرکو موبايلونو خپل دوه نوي ډولونه (نوډ ۱۰ او نوډ ۱۰ پلس) بازار ته وړاندې چې پرمختللې ځانګړې په کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه موبايلونه يو ځيرک قلم هم لري چې د موبايلونو د رېموټ کنټرول په ډول سره کار کوي. د دغه موبايلونو کمره د انځور شا خړولی شي او مايک يې هم د لېرې واټن د غږ د ثبت وړتيا لري.

د دغه ځيرک موبايلونو د لومړيو وختونو بيه تر يو زر امريکايي ډالر ټاکل شوې ده.