افغانستان معلولینو بنګله دیش ته ماتې ورکړه

روهي( درې نۍ/۱۵ د زمري )، نن د انګلینډ په کایډرمنیسټر کرکټ لوبغالي کې افغانستان معلولینو لوبډلې د معلولینو د نړیوال سریز سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
 

بنګله دیش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې په شلو اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ.
 
په افغان توپ اچونکو کې طفیل او جمیل درې -درې زبیر دوه او شیرین اغا یو لوبغاړی وسوځاوه.
 
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د دوه ویکټو په له لاسه ورکولو سره په ۱۵،۱ اور کې ترلاسه کړ.
 

توپوهنه کې محمد اشرف ۸۱ ناسوځیدلې، جمیل ۳۸ او محمدالله ۱۶ زیاتې منډې جوړې کړې.
 

محمد اشرف چې د شپږو شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ یې ۸۱ منډې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
 
د یو بل خبر له مخې افغان لوبډلمشر راشد خان د معلولینو له لوبډلې سره وکتل.
 

انګلینډ هېواد کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د معلولینو ملي لوبډلې د هڅونې او ملاتړ په موخه راغی او لوبغاړو ته یې په هېوادنۍ مینه او لوړ هوډ سره د لوبې کولو سپارښتنې وکړې.
 
راشد خان له لوبغاړو سره خپلې مشورې شریکې کړې او دوی یې هم رښتیني اتلان یاد کړل.

نوموړي وویل ( کرکټ د لوړې حوصلې او تجربې لوبه ده څومره مو چې زده وي هغومره خواري میدان کې وکړئ، هڅه وکړئ چئ مثبت کرکټ وکړئ او پایله د خوارۍ او قسمت په وجه ترلاسه کیږی)
 

راشد خان د معلولینو ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د کرکټ اړوند د ټولو لوبیزو توکو( بيټ، ګلفز، پیډونو اوبوټانو) مرسته هم وکړه او لوبغاړو ته یې د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.