دَ ناخوالۍ هسې پښتنه کوي
کله مې يار مينه دَ زړۀ نۀ کوي
يوه وړوکي شان ډالۍ قبول کړه
درته زما به يادګېرنه کوي
اوس چې وعده کوي نو خاندم ورته
راسره ټوقې دروغژنه کوي
سم چور زمونږه پۀ وطن کې جوړ دے
چې دَ چا لاس رسي وهنه کوي
زۀ به مدام يم دَ هغو ملګرے
چې دَ پښتو ژبې پالنه کوي
دَ خپله لاسه چې تباه ئې کړلو
ګيله بيا څله دَ وطنه کوي
هېر دا احسان به دَ ملګرو نۀ کړم
چې دَ کتاب مې مخکتنه کوي
دومره عزت چې ورله تاسو ورکړو
تواب دَ زړۀ مو مننه کوي
٭٭٭٭٭٭٭
2008/4/14 ___ الرياض
وروستي