پښتو ژبه او ورپېښ ګواښونه

پښتو هغه ژبه ده، چې كله افغاني لښكرې په ميوند كې د ماتې په حال كې وې، نږدې وه، چې دښمن برى بيامومي، نو په دې وخت كې د يوې پښتنې پېغلې (ملالې) له خولې څو داسې پښتو لنډۍ راووتې، چې د غازيانو وينه يې په جوش راوسته او د دښمن لښكرې يې دړې وړې كړې.
پښتو هغه ژبه ده، چې احمدشاه بابا په هند كې حوره او رحمان بابا پرې له خداى او رسول سره مينه څرګنده كړه. خو اوس نه هغه پښتانه شاهان شته او نه هغه ملنګان.
اوسمهالي پښتانه ډېر څه په لاس كې لري، خو له بده مرغه ، ډېر يې داسې دي چې په خپله مورنۍ ژبه پښتو يې وده نه لوريږي، په ځانګري ډول ځينو كابل مېشتو پښتنو خو خپله ژبه هېره كړې او په نورو ګړيږي.
زياتره پښتانه چارواكي د خبرو پرمهال د خپلې ژبې پرځاى په بله ژبه غږيږي.
همداراز زموږ كوز پښتانه وروڼه هم د انګريزۍ او اردو ژبو تر اغېزې لاندې دي او په خبرو كې يې زيات لغتونه د همغو ژبو وي.
په افغانستان كې به له يو شمېر پښتنو پرته داسې څوك پيدا نه شي، چې خپله مورنۍ ژبه يې نه وي زده او په نورو غږيږي.
د دولت له خوا هم پښتو ته پام نشته، په پښتني سيمو كې هم د دفتر ژبه پښتو نه ده، پښتنو ماشومانو ته په خپله ژبه ښوونځي نه جوړوي او د دولت په شمول ځيني خپلواكې رسنۍ هم په لوى لاس د افغانستان ملي ټرمينالوژي، چې د قانون له مخې په پښتو ده، تر پښو لاندې كيږي.
نو اې د ګوتو په شمار ويښو پښتنو !
كه غواړئ، چې په نړۍ كې د يوه قوم په توګه ژوندي پاتې شى، نو راځى، چې د خپلې مورنۍ او مرورې ژبې (پښتو) د ودې او حق ادا كولو له پاره په ګړندي عملي كار لاس پورې كړو او دا پتمنه ژبه له دې زنداني حالته راوباسو!.

له پيوستون څخه په مننې