ولسي مبارزه (عدم تشدد)

 
 
 
   انسان د یو فعال، خوځنده او ژوندي موجود په توګه د دې ښکلې او زړه راښکوونکې نړۍ پر مخ  ژوند لري؛ په خپل دروني پیکر کې ځانګړی فکر او خیال زنګوي او په دې توګه له نورو ټولیزو ککریو بېلوالی پيدا کوي. د طبيعت حقيقت دا دی، چې انسانان په دروني او بیروني لحاظ له يو بل متفاوت او نه پخله کېدونکي دي او د ژوند د هر اړخیزو موضوعاتو په باب هم له بېلو فکري زاویو کار اخلي.  
   د تاریخ له پاڼو څرګنديږي چې انسان د پيدايښت له وخته د واک او ځواک  تږي و او هڅه يې کوله چې  اقتدار ته ورسيږي او خپلې غوښتنې ترلاسه کړي. لرغوني او کلاسيک انسان  د سياسي قلمرو  پراختيا او د نظامي قوت غښتلتيا غوښته، له دې امله يې لویې امپراتورۍ، ځواکمن جنګيالي او اوسپنيز ابزار رامنځته کړل، تر څو د زور او جبر له درکه د وچو او هېوادونو سیاسي جعرافيه وګواښي او انساني حقونه تر پښو لاندې کړي. دغو اقليتونو (رهبرانو) د سیاسي اقتدار پر سر سره ښکر په ښکر شول او د جګړو په پایله کې یې د نړۍ مظلوم ولسونه د ویر په ټغر کېنول. دا د طبیعت قانون او د انساني ژوند حقیقت دی، چې تر څو د دې کړکېچنې نړۍ پر مخ د انسان نوم موجود وي، د واک او ځواک پر سر وژنې به پای ونه مومي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.
 
  
   د بشر په تاریخ کې ټولنو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو برسېره له ظالمانه دیکتاتورۍ، ټولنیزو بې عدالتیو او بې رحمانه تجاوزاتو ډېرې اندېښنې خپلې کړي، چې له دغو بدبختیو د خلاصون اغېزمنه لار یې غیر وسلواله مبارزه ټاکلې ده. ولسي مبارزه (عدم تشدد) په اصل کې یو تخنیک دی، چې له پخوا تر ننه انسانانو د خپلواکۍ، ټولنیزې نابرابرۍ او مشروع غوښتنو لپاره ترې ګټه اخیستې او سترې بریاووې یې خپلې کړې دي.ښکېلاک ګرو د کمزورو هېوادونو د  ټول‌يیزو طبقو مادي او معنوي حقوق تر پښو لاندې کړي، سیاست، کلتور، اقتصاد او جغرافیه یې تر خپل تاثیر لاندې راوستې او خپلو ناسمو موخو ته رسیدلي دي.
 
 
   د نړۍ جهان نیونکي او استعمارګر د غیر انساني سلوک او د نابرابریو  په تعقیب، ولسونه او  بڅرکي (مبارزین) مجبوروي چې د خلاصون لپاره لازمې اصولي لارې ولټوي. د سیاسي او ټولنیزو مبارزو په درشل کې په دې پوهېدلی شو، چې پخوا د ظلم او تجاور پر وړاندې ځواب څرګند او ثابت و، خو نن یې ځای ولسي مبارزې خپل کړی دی. وسلواله مبارزه (تشدد) د بريا سبب کېدلی شي، خو شاته ترې اوږده او نه هیرېدونکې غمیزه پاتې کېږي. البته د ځواک په وړاندې تشدد تر يوه حده سخت تماميږي او پوه کاکرۍ له دې اګاه دي چې کمزوري هېوادنه نشي کولی د دوی په وړاندې د مقاومت دريځ خپل کړي، همدا علت به وي چې د نړۍ لویو سیاستوالو او رهبرانو د حالاتو سره سم د ولسي مبارزې پرېکړې کړي دي.
 
 
د نړۍ پرمختللو ټولنو د قانوني حقونو د ترلاسه کولو او د ظلم او استبداد څخه د خلاصون په پار له دې تخنیک نه استفاده کړې ده. د یووېشتمۍ پېړۍ ډېریو انسانانو د ځان او ټولنې د مثبت تغیر لپاره د ولسي مبارزې له چوکاټه د سیاست میدان ته دننه شوي، چې په پایله کې خپلو مشروع موخو ته رسیدلي دي.    عدم تشدد په اصل کې له خشونت پرته د مدني نافرمانۍ، سوله ييزو لاریونونو او له هغو روشونو څخه عبارت دی، چې په کې تشدد او تاوتریخوالی ونه ګارول شي. له تاوتریخوالي پرته مقاومت تر ډېره بريده له مدني مقاومت مترادف دی. تاریخ شاهد دی چې د عدم تشدد خوځښتونه د سوله ييزو روشونو په تعقیب ټولنیز او سیاسي اهدافو ته رسيدلي دي.
   فاطمه حقيقت جو په خپله يوه علمي او تحقیقي مقاله کې د مدني مقاومت په اغېزمنتيا غږيدلې ده. د دې ليکوالې په نظر هر څومره چې د تاوتریخوالي کچه زياتيږي، هغومره يې په وړاندې د مبارزې بريا هم زیاتيږي. البته د ډيرو ککریو په اند دوه ډوله نظریې وجود لري. يوه ډله  مسلحانه مبارزه بریالی او غیر مسلحانه مبارزه ناکامه بولي. خو ځينې پوهان بیا د خپلې دې ادعا چې غیرمسلحانه مبارزه بريالی ده، د عدم تشدد جنبشونو ته مراجعه کوي. دوی ادعا کوي چې د ګاندي جنبش په هند او د مارتین لوتر کینګ خوځون په امريکا کې د بریا رنګونه راوړی وو.
 
 
   اغلې فاطمه د هغه ډلې له تحقیقاتو غږيږي، چې د وسله والې مبارزې او ترورېزم په هکله يې ترسره کړي وو. دغې ډلې تاریخ ته مراجعه وکړه تر څو بیاموي د رژیمونو د سقوط، د اشغالګرو د ماتې  او د استبداد په پر وړاندې کوم ډول مبارزه ګټوره ده. دوی د خپلو څېړنو په پایله کې بیامونده چې د شپږ ويشت سلنه وسله والې مبارزې په مقابل کې درې پنځوس سلنه غير وسله واله مبارزه بریالی ده. 
 
 
   تشدد د عربي ژبې کلمه ده. په پښتو ژبه کې د سختۍ، زیاتی، زور، جبر او سخت چل چلند ماناووې افاده کوي. تشدد د مبارزو په درشل کې له وسلوال مقاومت څخه هم عبارت دی، ځینې یې وسلوال پاڅون یا  وسلوالې مبارزې ته هم وایي. عدم په پښتو کې د نابودۍ، نشت، نشتوالي او نه موجودیت حالت ته وايي، خو لیکوال مبارز صاحب په خپل علمي اثر (عدم تشدد د انسانیت په لمنه) کې د تشدد لپاره ځاځنه، ځځواله، ځځښت، ځاځنېزه او د عدم تشدد لپاره سوله‌ییزه، وروګلوېزه او د مینه وره چال چلند کلمات کارولي دي. نوموړي عدم تشدد په انساني ټولنه کې په سوله‌ييز شکل د خپلو مدني حقوقو، مشروع غوښتنو، او ټولنیزو برابریو د تامین لپاره بریالۍ هڅه او پرمختللی تخنیک بللی دی.
 
 
 څنګه چې تحرکات، پېښې او پدیدې له یو بل سره په تقابل کې قرار لري، همداسې تشدد د نه تشدد پر وړاندې د تضاد یا تقابل ناره غږوي، کوم چې په ژور تفاوت له یو بل سره نه پخلاکېدوونکې دی. د تشدد او عدم تشدد د مفهومونو په پوهېدلو کولی شو په ځان کې دا درک پیدا کړو چې د کومو مشروع او قانوني لارو د عدالت او له انساني حقوقو دفاع او ساتنه وکړو او بالاخره بریالي شو.
 
 
   ولسي مبارزه په تاریخونه کې اوږد پس منظر لري، همدا علت به وي چې د نړۍ ډېری مدني او سیاسي غورځنګونه د عدم تشدد د معیارونو په تعقیب تکیه دي. هر سیاسي جریان باید د خپلو مشروع حقونو  لپاره حرکتونه د ولسي مبارزې چوکاټ ته دننه کړي او د وسلوال مقاومت مخنیوی وغواړي. د دې ګټه په دې کې ده چې که چېرې د انساني او مدني حقوقو د تر لاسه کولو په موخه یوه ډله یا یو حزب لاریون کوي باید د وسلوالو کسانو په مقابل کې له منفي عکس العمله لاس په سر شي، په دې کار سره دوی د متقابل فرد  اذهان دې ته اړ باسي چې نشي کولی د سوله‌يیز حرکت په وړاندې وجنګيېږي. 
 
 
   د عدم تشدد فلسفه په اوسني زمان کې ولسونو او غورځنګونو ته ور زده کوي چې باید د جګړې غاړه بدله کړي؛ خپلو اهدافو ته له سوله‌‌‌ییزو لارو ورسيږي او د ټوپک او ټانګ په زور د واک ګټل له فکره وغورځوي. نړیوال پوه جین شارف په خپل علمي اثر کې د عدم تشدد تعریف داسې راوړي: ((عدم تشدد د فزیکي زور پرته د اعتصاب، مزاحمت او مداخلې یو داسې پياوړی تخنیک دی، چې له مختلفو تکتیکونو په استفادې سرته رسیږي.)) له پورتني تعریف څخه د تکتیکونو هدف، له هغو کړنو دی چې د استبدادي اصولو خلاف وي. د بېلګې په ډول که موږ یو داسې کمیس اغوندو  چې  له  اصولو سرغړونه نه وي، عدم تشدد  نه ګڼل کېږي خو د دې پر توپیر ښایي  یو بل قدرت پر هغې سخت بندیز ایستلی وي، چې دلته نو دغه فعل بیا عدم تشدد ګڼلی شو. ولسي انکار، ولسي مبارزه، ولسي مزاحمت او خاموش مزاخمت  هغه اصطلاحات دي چې د عدم تشدد لپاره ډېر کارول کېږي.
 
 
 انسان د پیدایښت سره سم  په طبیعي ډول د وخت په تېریدو  د چاپېریال له روانو خوځښتونو تقلید يا زده کړه کوي او ترې اغېز خپلوي. د ورځینیو مهمو مسائلو او پېښو په اړوند مستقیم او غیر مستقیم ښه یا بد غبرګون ښیي، چې دغه صدور باید بشر ته په لوړ احترام قائل او انساني موقف غوره کړي. انسان د ټولنې یوازینی موجود دی چې د ټولنې د نورو  وګړو سره په سوله‌ييز او مینناک ډول اړیکو ته پراختیا وربښي او اجتماعي فضا‌ء رامنځته کوي. د کومې ټولنې وګړي چې د فزیکي زور، جبر او سختۍ کار اخلي، ټولنيز حالت یې تر ډېره بریده درون زیان ویني او له مختلفو رواني او روحي ستونزو سره مخامخېږي. په کار ده هر وګړی د اخ و ډب پرته د سوله‌ییزو او قانوني لارو خپل مرام او مقصد ته ځان ورسوي، په نوي فکر او نوی سمون ټولنه د پرمختګ لوري ته رهبري کړي او د خپل ځان او مکان په فکر کې ولوېږي. اصلآ ننني انسان دا خبره ډېره ښه درک کړې چې فاسد نظامونه یوازې د زور  او تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې له سوله‌ییزو لارو هم کولی شي له پښو وغورځوي.