په نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې لوبې تر سره کوي، چې په (2015) م کال کې د لومړي ځل لپاره ورته افغان لوبډلې لاره پیدا کړه،موږ د کرکټ په تاریخ کې د نورو ټولو لوبډلو په نسبت ښه روان وو،زیاتې تمې چې موږ د خپلې لوبډلې څخه پیدا کړې هغه د 2017 م
څخه راپه دې خوا وې په تېرو دو کالونو کې ځینو افغان لوبغاړو په نړیواله درجه بندي کې دوهم او دریم مقام خپل کړل او ډیرئ مو داسې ریکاډونه جوړ کړل چې په نړۍ کې اوس هم افغانان په سر کې دي
راځو د 2019م نړیوال جام ته چې ډیرئ کرکټ پوهان په دې باوري وو چې افغان لوبډله به په یاد نړیوال جام کې ډېرې لوبې په خپل نوم کړي خو اما داسې ونه شو زیات خلک هلته باوري شول چې د نړیوال جام څخه مخکې د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبډلې ته د وارم اف لوبې ورکړې په یادو لوبو کې افغان لوبډلې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه نو ډیرئ کرکټ پوهان په دې باوري شول چې افغان لوبډله به په نړیوال جام کې زیاتې لوبې په خپل نوم کړي خو داسې ونه شول او هر څه برعکس وشول نهه لوبې موږ سر په سر له لاسه ورکړې علت یې څه وو
۱ د لوبغاړو تر منځ بې اتفاقي؟
۲د انګلینډ تیز ویشتینځایونه؟
۳زموږ د فاس بالنګ تشه؟
۴او یا که د نورو لوبډلو فشار چې زموږ په نسبت دوی زیاته سابقه په کرکټ کې لري؟
دا هغه پوښتنې دي چې اوس وخت کې د هر افغان په ذهن کې شته او د ځواب په لټه کې دي
زما په نظر لومړی راځو د لوبغاړو تر منځ د بې اتفاقي ته چې علت یې تاسو ټولو ته څرګند دي چې نویوال جام ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې وې نو د کرکټ بورډ د ریئس عزیزالله فضلي پریکړه وکړه چې لوبډل مشر د بدل شي نو هغه وه چې د یو بریالي لوبډل مشر اضغر افغان پر ځای کلبدین نایب انتخاب شو د نایب د لوبډل مشر کیږو سره سم ځینو افغان لوبغاړو غبرګون وښود او افغان کرکټ لوبډله په دو بر خو وویشل شوله او د لوبغاړو تر منځ جنجالونه رامنځ ته شول چې نتیجه یې اوس موږ ټولو ولیده.
دوهم د انګلینډ تیز ویشتنځایونه چې ورسره د افغان لوبډلې نابلدتیا افغان لوبډله ځکه په یادو ویشتنځایو نابلده وه چې زموږ لومړی ځل وو چې په تیز ویشتنځایونو باندې لوبې ترسره کوو
موږ اکثره لوبې په اسیایی میدانو کې تر سره کړې او تاسو ولیده چې زموږ بیټسمینان په یادو میدانونو ښه ثابت نه شول
درېم فاسټ یا د اټیک بالنګ تشه چې تر ننه پورې کرکټ بورډ په دې بریالی نشو چې افغان لوبډله دې دوه قوي فاسټ بالران پیدا کړي د انګلینډ میدانونه او زموږ بالران چې داسې خاص ښه ثابت نشول او هدغه تشه تر اوسه ډکه نشوه.
څلورم د نورو لوبډلو فشار د افغان لوبډلې په وړاندې زموږ ډیرئ لوبغاړو د نورو لوبډلو له تیر تاریخ سره لوبه تر سره کوله او افغان لوبغاړو به یو ډول د فشار لاندې ښکاریدل او د ماتې لامل یې هم همدا شو چې موږ نه یې لوبه په خپل نوم کړه.
په ورستیو کې دا وایم چې اافغان لوبډله ډیر کار ته اړتیا لري دوی باید په ځان خواري وکړي او د کرکټ نړیولې شورا څخه باید غوښتنه وکړي چې دوی ته باید د لوړو لوبډلو سره سریزونه برابر کړي تر څو په راتلوکې کې افغان لوبډله د یادو ستونزو خلاصه شي او خپلو لوبو ته ادامه ورکړي
د افغان د لوبډلې بریا د ولس بریا.
وروستي