زما هیلې

هنري نثر:

لکه دیوې بوټي په څېر په یوه بیدیا کې وټوکېدم .اوپه نمومې پيل وکړاوترهغې چې خپل خودکفای مرحلې ته ورسیږم ډیروتوپانونو،بادونو،ږلۍاوبارانونووځپلم اوزمادښکلاپاڼې اوګلونه یې زما څخه دیوه خزاني موسم په شان یوړل اوزه یې لوڅ لغړپرېښوم اویواځې د یوه ډنډرپه څېر پاتې شوم .دپسرلي په راتګ سره مې به مې بیاګلان ونیول اوبیابه له سره تازه شوم خوداتازګي به هم دومره ترډیره نه وه اوحالاتوبیابه خزانې څپیړې په مخ راکړې . دژوندانه په ډیرولږوشپواوورځوکې مې ډبرې ترخې اویوڅه خوږې شیبې ولیدې خودخوږوشیبوپه نسبت دترخوشیبوتله ډیره درنده وه .انسان دهیلواوارزوګانویوه بیله نړۍ لري ماهم ډیرې هیلې اواروګانې لرلې خواقتصادي کمزوریوبه کله کله له ژوند نه مایوسه کړم اوهیلې اروګانې به مې په سیندباندې لاهوکړې اوله هرڅه نه به لاس مینخلوته چمتوشوم ځکه چې ما په یوه داسې خاوره کې ژوندکاوه چې هلته واکدارانواودوخت حاکمانومادي ګټوترڅنګ غوښتل زمونږمعنوي ګټې هم ترپښولاندې کړي اومونږتل په تیاروکې وساتي . دښه ژوندکولوحق یواځې دهغه چالپاره دی چې داقتدارپه سرناست وي ښه موټردده لپاره دی ښه کوردده دی درس اوتعلیم بایددده ځوی ووایی کاردبل وکړی اوګټه ترې دی پورته کړي.غریب که که له لوږې مري کورنه لري د چاغم ورسره نشته .زماپه څېر به ډیرداسې ځوانان وي چې ددرس ویلوسره ډیره مینه لري اوغواړي ښه ژوند ولري خوکه یوڅوک په نس وږی وي نو هغه څنګه کولی شي چې درس ووایی نوهغه دیته مجوریږي چې کاروکړي اودسواد له خوږنعمته بې برخې پاتې شي. یوشمېرهغه هڅانده اودکلک هوډ انسانان اوځوانان چې په خپل مټ کولی شي دغره په سرهم ځانته لاره جوړه کړي نوي جامې نه اغوندي ،زړې اغوندي ،په موټرکې نه ځي پیاده ځي ،درې وخته ډوډی پرځای يویا دوه ځلې هغه هم لمده نه وچه خوري کله کله دشپې خالي نس ویده کیږي خوبیا هم همت کوي اودرس وايي اوپه دې هیله وي چې ورسته له ستونزوارامي شته . خو افسوس چې دغریب ځوی وروسته له دومروستونزوپه ډک زړه له ښوونځي اوپوهنځي نه په لوړونمروفارغیږي اوبیادرپه دردوظیفې په لټه ګرځي خو څوک ورته دنده نه ورکوي ځکه چې دلته خو دنده هغه چاته ورکول کیږي چې پيسې ولري اویوڅوک وپیژني که په څه باندې پوهیږي اوکه نه پوهیږي هیڅ مانا نه نلري خوهغه بې څوک اوبې وزله دخپلې پوهې سره ګرځي اوڅوک ورته پام نه کوي نو هغه مجبوره دی چې یا دیو نا پوهه عامردلاس لاندې کاروکړي اویا هم په ښارکې یوه کراچۍ ودروي کم څه کم په خپله خوښه خو کاربه وکړی .یواځې دومره وتوانیږی چې خپل سا ه وساتي یعني وخوره اومه مره .
-------------------------