د افغانستان د ۱۶کلنو د فوټبال ملي ټیم ایران ۱۶ لوبډله ماته کړه

روهي( درې نۍ/۸ د زمري )، افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ملي ټیم ایران ته یو د صفر پر وړاندې ماته ورکړه. دا لوبه تېر ماښام د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ لوبو په دوام ترسره شوه.
 

د دې لوبې یوازینی ګول د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي ذکریا حسیني ترسره کړ.
 
نن به افغانستان د اوزبکستان له لوبډلې سره سیالي وکړي.
 
افغانستان اوس مهال په اوو امتیازونو سره تر کوربه تاجکستان وروسته د جدول په دوهم ردیف کې دی.
 
د افغانستان د فوټبال د ۱۶کلنو دغې لوبډلې تر دې وړاندې ترکمنستان ته هم ماته ورکړې او د قرغزستان په وړاندې یې خپله لوبه دوه د دوه پ وړاندې مساوي کړې ده.