افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره نوی مشر روزونکی نیسي

روهي( دوه نۍ/۷ د زمري )، د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې د ملي لوبډلې لپاره یو نوی مشر روزونکی ونیسي، د همدې لپاره افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پانه او ټوېټر هم د خلکو غوښتي چې هر څوک پر شرایطو برابر وي خپل غوښتنلیکونه دې د افغانستان کرکټ بورډ ته وسپاري.
 

وروسته له هغې چې کله افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ جام کې یوه لوبه هم ونه ګټله تر هغې وروسته د کرکټ بورډ په اداره کې یو لړ لوی او واړه بدلونونه راغلل: لکه د د لوبډلې لوبډلې مشر بدل شو، د لوبډلې اجرایه رییس بدل شو، د کرکټ بورډ رییس نوی وټاکل شو او اوس بیا یو نوی مشر روزونکی هم ټاکل کېږي.
 

داچې دغه نوي بدلونونه به د لوبډلې په مرام ښه او یا بد اغېز وشیندي وخت ځواب ووایي.