
روهي( ییوه نۍ/۶ د زمري )، د بالیووډ د فلمونو اداکارې عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده خبر د څه وخت راهیسې رسنیو کې خورا ګرم و اوس عالیه بهټ د خپلې خوښې د کالیو د واده لپاره اډر ورکړ.
تراوسه پورې د رنبیر کپور او عالیه بهټ له خوا په رسمي ډول د واده د تاریخ په اړه څه نه دي ویل شوي مګر عالیه بهټ د د هندوستان هېواد مشهور ډیزاینر ( سبیاساچی مکھرجی ) ته د خپلې خوښې د جامو اډر ورکړی دی.
سبیاساچی یواځې د عالیه بهټ د خوښې ډیزاینر نه دی بلکې د دې مخکې دیپکا پډوکون، پریانکا چوپړا اور انوشکا شرما هم د خپلو د ودونو د کالیو اډر هم دلته ورکړی و.
د هندي رسنیو له قوله چې دغه دوه فلمي دوستان به راروان کال په اپرېل میاشت کې واده وکړي.