د بنګلدېش هېواد الف لوبډلې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه

روهي( نۍ/۵ د زمري )، د بنګلدېش هېواد د کرکټ الف لوبډلې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.
 
 
یاده لوبه چې د باران له کبله د ۵۰ اورونو پر ځای ۴۴ اورونو ته زاښکته شوې وه د بنګلدېش هېواد الف لوبډله په ۴۰ اورونو کې ټول وسوځېدل.
 
 
د افغانستان له خوا نوین الحق ۸ اورونه ترسره کړل چې ۴۰ منډې یې ورکړې او ۵ ویکټې یې واخیستې، شرف الدین اشرف یوه ویکټ او همدا ډول قیس احمد هم یوه ویکټ واخیسته.
 
 
د یادولو ده چې افغان لوبډلې هم خپله پاڼې پیل کړې او تر اوسه پورې یې په اتو اورونو کې ۵۷ منډې کړې او لوبه یو ځل بیا د باران ورېدو له امله درېدلې، خو که چېرې تر ۲۰ اورونو پورې لوبه وشي نو د DLS میتود پر بنسټ افغان لوبډله ګټونکې ګڼل کېږي.