د افغانستان الف لوبډلې د څلورمې لوبې پچه وګټله او بنګله دیش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړله

روهي( نۍ/۵ د زمري )، د ننۍ لوبې وړاندې درې نورې لوبې د دواړو هېوادونو الف لوبډلو ترسره کړي دي چې دوه یې افغانستان او یوه یې بنګلدېش ګټلې ده.
 
 
که ننۍ لوبه افغانستان وګټي نو د یوه ورځنۍ لوبو لړۍ به هم په خپل نوم کړي او که چېرې بنګلدېش یې ګټی نو بیا به د لوبې د لړۍ ګټلو لپاره اخرنۍ لوبه برخلیک ټاکونکې وي.
 

هیره دې نه وي چې د بیګاني ورښت له امله نننۍ لوبه به یواځې ۴۴ اووره وي.
 

ننۍ لوبه کې د افغانستان له خوا ابراهیم ځداران، ناصر جمال، شاهد کمال، فضل رحمان، شرف الدین اشرف، قیس احمد، منیر احمد کاکړ، دروېش رسولي، رحمن الله ګربز، نوین الحق او کریم جنت لوبېږي چې ناصر جمال یې کپتان او رحمن الله ګربز یې ویکټ ساتونکی دي.