
روهي( نۍ/۵ د زمري )، د نړۍ پېژندل شوی تېز بالر ملېنګا پرون ورځ د هر ډول کرکټ سره خدای پاماني وکړه. پرون ورځ په ۵۰ اوریزه لوبه کې سریلنکا هېواد بنګلدېش هېواد ته په ۹۱ منډو ماتې ورکړه او د همدې لوبې په پای کې ملېنګا تل لپاره کرکټ پرېښود.
ملېنګا ټولې ۲۵۵ یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې ۳۳۵ ویکټې یې په کې اخیستې دي.
بله خوا د پاکستان تېز بالر محمد عامر هم د ټېسټ لوبو څخه استعفا وکړه خو هغه به په ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو کې د پاکستان نمایدګي کوي.
محمد عامر د ټېسټ لوبو څخه د استعفا لامل دا په ډاګه کړی دی چې د ۲۰ اوریزو ۵۰ اوریزو لوبو لپاره یې پاملرنه زیاته شي.