د افغانستان الف لوبډلې خپله درېمه یوه ورځنۍ لوبه بنګلدېش هېواد ته وبایلله

روهي( پنځه نۍ/۳ د زمري )، د بنګله دېش الف لوبډلې د دریمې یوه ورځنۍ لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.
 

د یادولو ده چې دغه لوبه د DLS میتود پر بنسټ د باران ورښت له امله ۴۳ اورونو ته راښکته شوې وه.
 
دافغانستان الف لوبډلې یواځې ۳۲ اورونه او ۴ بالونه ولوبول او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او د بنګلدېش هېواد الف لوبډلې ته یې ۱۲۲ منډې هدف وټاکه.
 

د بنګلدېش له خوا ابو جاوېد د ۲۸ منډو په مقابل کې د افغانستان ۴ ویکټې، مهدي حسن د ۲۴ منډو په مقابل کې ۳ ویکټې او نظام د ۲۰ منډو په مقابل کې ۱ ویکټ واخیسته.
 

دغه هدف د بنګلدېش هېواد الف لوبډلې د ۳ کسانو په سوځېدو سره په ۳۰ اورونو او ۳ بالونو سره پوره کړ او د یوې ورځنۍ لوبې درېمه لوبه یې د خپل ځان پر بریا سره پای ته ورسوله.