روهی( څلورنۍ/۲ د زمري )، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، فرحان یوسفزی یې د دې هېواد د کرېکټ بورډ عمومي رییس په توګه ګومارلی دی.
ارګ پر ټویټر او فیسبوک پاڼه خپاره شوي حکم کې راغلي: "د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر بنسټ، فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه وګومارل شو."
افغانستان په نړیوال جام کې ۹ لوبې وکړې خو یوه یې هم ونه ګټله. په ځینو لوبو کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده او د یو شمېر خلکو نیوکې یې وپارولې. له همدې امله ځینو خلکو د کرېکټ بورډ د مشر ګوښه کېده وغوښتل.
وروستي