
اوبو اخیستي امریکايی مشران ځګ ته هم لاس اچوی
لیکنه او شننه: قاضي نجیب الله جامع
پداسي حال کې چې د امریکا ـ افغان جګړې د پایته رسولو اړوند د سیمي او نړۍ په کچه د نظر اجماع ورځ تر بلي پیاوړې کیږی او هغه شرایط چې پر افغان سپیڅلې خاوره د امریکایی تاړاک پر پیل کې رامنځته شوی ولو اوس په یو برعکس عمل کې پر شک او د امريکایانو د پټو ستراتيژیو او کرغیړنو موخو له امله د دوی د اوږدمهاله شتون سره په ټکر کې واقع شوی، بل لور ته له طالب اړخ سره خبرو اترو ته د امریکایانو کښیناستل، د مور بم پر څېر د هر ډول او رنګه انسان وژونکو وسلو کارونه، د دوی د حربی جنرالانو او نظامي ستراتيژیانو پرلپسي او يو په بل پسي ماتي، د جغرافیه له لاس ورکول او د دوی تر کفالت لاندی افغان حکومت د واک او حاکمیت سیمه له کلیو او ولسوالیو يوازی تر سترو ښارونو محدودیدل د دی ښوودنه کړې چې امریکایان مات دی او دوی هسي له سیمي د پښو سپکولو لپاره پر اوبو کې د چم ښوودلو او ګام اړولو لوبه کړې.
اوس په داسي يوه فضاه کې د عمران خان سفر امریکا ته او هلته د ټرمپ د مخکنيو چرسي لافو شاپو خلاف د پاکستاني لومړي وزیر تود هرکلي او له هغه سره د خپلو پوځیانو د تيښتي له بحثه نیولي، د هند او پاکستان د شخړې تر حل او په ځانکړې ډول داخبره چې که چیرې زه وغواړم په افغانستان کي جنګ ختم کړم، نو دا کار به فقط لس ورځې وخت وغواړي، مګر زه باید لس میلونه افغانان ووژنم، يا داچې موږ په افغانستان کې تر ټولو ستر بم واچوی، او موږ کولای شو چې همدا کار بیا بیا وکړو، خو موږ نه غواړو چې افغانستان پوپنا کړو.
د ټرمپ دا ډول خبرې د یوي ډیسکوټیک شرابي او جیمز بانډ د امریکایی فلمونو هغو خیالاتي صحنو ته ورته دی چې د سپیني ماڼۍ په ۲۰۰ میتری کې شوکه مارانو ته به هم ريشخند ښکارې.
داځکه افغانستان که د ارګ له مذبذبه دريځه نه بلکي که د افغان ولس د تاریخ او د انساني تمدن د لوړه دريځ مطالعه شي تل ستر ملت پاتي شوی، بشری یون ته يی د عزت او عزمت ویاړونه پریښي او تل يی د ګرګین، چنګیز، انګریز، مغل او تزار په شان د وخت فرعوني، شدادیانو او نمرودانو ته داسي ماتي ورکړې چې تر ننه هم بیا په سد نه دی راغلي او د تاریخ د عبرت په هدیره کې نیست او تباه شوی دی.
د امریکایی ولسمشر وروستي څرګندوني د دوی له تاریخ څخه په جهل، په ټوله مانا د ستر افغان ملت سپکاوی، د افغان حکومت د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د داعیی بطلان او په ټوله کې د جګړې پر ډګر کې د دوی د شرمونکې ماتي داسي بيلګه ده چې په پورونو کې ډوب پاکستان او عمران خان غاړې ته هم لاس اچوی.
ټرمپ او د نوموړې حواریون باید پو شي چې مونږ دا وطن په سرونو پاللي، د دی عظیم ولس تاریخ په وینو لیکل شوی او د دی ملت اتلان د پنجابي بنسټګر جناح په څير د انګريز په می خانو او شربخانو کې پیداشوی ټامیان نه دی، دلته اتلان هغه څوک دی چې ستا په اسلافو فرنګیانو يی میندی بورې کړی وی لکه غازی امان، یایی يرغلګر تر جهنمه بدرګه کړې وی لکه وزیر اکبرخان او یا لکه میوندی ملاله چې د آزادی او حریت بیرغ يی رپاند ساتلی وو.
هغوی چې په امپراطوری کې يی لمر نه ټیټیدو نن تر محدودو جزیرو راکوچني شوی، امریکایان مات دی، دوی به ژر د دی ملت عزت، کرامت او عزمت ته ګونډې وهی، داځکه افغانان افریقایی سوباړې نه دی، مونږ په لس میلیونه نه ورکیږو، مونږ ټول ۳۵ میلیونه ملت له پیدايښته کفن په غاړه د خپل مور وطن په ننګ او لار کې ابراهیمی اسماعیلیان یوو.
د دی ټولو سره ننګ او شرم هغوی ته ده چې لا اوس هم د سولې په لار کې خنډونه جوړه وی، لا اوس هم په پردو عسکرو ځان او واک ساتي او لا اوس هم د پنجاب او امریکا په افغان وژونکو موخو او مرګونو ستراتيژیو کې تور او سپین لټوی.