د ډاکټر محمد اشرف غني او غربي هیوادونو اختلافات

غربي هیوادونه په خاصه توګه د امریکا متحده ایالات چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان خواخوږي وو، په تېرو شلو کلونو کې د دوی او اشرف غني ترمنځ اختلافات زیات شوي چې د خلکو په زړونو کې یې تشویشونه را پارولي.
غربي هیوادونه وایي چې دملي یووالي په حکومت کې نیمګړتیاوې زیاتې وې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله ایجاد شوې وه،
بې روزګاري او نا امني زیاته شوې وه یاد هیوادونه زیاتوي چې د ملي یوالي په حکومت کې په هغه توګه چې اړتیا وه سولې ته کار نه وه شوی فساد هم زیات شوی وه، حتا په ټاکنیزو ادارو کې هم نیمګړتیاوې تر سترګو کیدې.

ددې برعلاوه په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر هم په ډاکټر اشرف غني نیوکه کړې وه. هغې خوا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په یاده موضوع بحث کړی وه او پورته موارد یې تایید کړي وو.

ډاکټر اشرف غني د سولې په موضوع کې د (تدبیر ) غوښتوونکی و هغه زیاته کړې وه چې تاریخ بیا ځلي تکرار نشي ددې نه وړاندې ملل متحد ډکټر نجیب الله ته ویلي وه چې مونږ به سوله راولو په افغانستان کې او جګړه به پای ته رسوو ولې هغه څه چې ملل متحد یې تضمین کړی وه ترسره نه شول.
 
جګړه په بله بڼه دوامداره شوه او د ډاکټر نجیب الله حکومت لمنځه ولاړ په سوله کې د (تدبیر) غوښتنه او په هغه ټینګار دا د ډاکټر محمد اشرف غني او دمتحده ایالاتو د اختلافاتو سبب هم وه.
دې اختلافاتو ته په کتو سره امریکا متحده ایالات خپل ملاتړ د ډاکټر محمد اشرف غني د سیاسي رقیبانو سره اعلان کړی و او زیاته کړې یې وه چې نور نو ډاکټر محمد اشرف غني نشي کولی چې سمه حکومت داري وکړي.