افغان ورزشکارانو د سوېلي آسیا د بدني ښکلا له سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

روهي( نۍ/۲۹ د چنګاښ)، افغان ورزشکارانو د سوېلي آسیا د بدني ښکلا او فزیک سپورټ سیالیو په ۱۲ پړاو کې د سرو زرو او برونزو ۵ مډالونه ترلاسه کړل.
 

د افغانستان د بدني ښکلا او فټنس فډراسیون په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د سیالیو په لومړی ورځ کې له افغانستان څخه عبدالسمیع حیدری په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې خپل سیالان مات کړ او د افغانستان لپاره یې د سرو زرو مډال وګاټه.
 

اعلامیې زیاته کړې، همدارنګه حمیدالله خوشدل د فټنس فزیک په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.
 

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې امام علی نبی زاده، محمد قاسم حسینی او سالم شاه د بدني ښکلا او د فټنس فزیک په برخه کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
 

همدا ډول له افغانستان څخه او محمد هارون د ۶۰ او ۵۵ کلیو ګرام وزنه په سیالیو کې څلورم او پنځم مقام ترلاسه کړل.