روهي (جمعه/۲۸ د چنګاښ)، د کرېکټ نړيوالې شورا په دغه شورا کې د زمبابوې هېواد غړيتوب د يو ناڅرګند وخت پوري ځنډولی دی. د دغه پرېکړې پر اساس به د زمبابوې هېواد هېڅ لوبغاړی د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا په ترتيب شوې لوبو کې د لوبېدو حق ونه لري.
امريکا غږ اشنا وېب پاڼې ليکلي دي، چې د آی سي سي په اعلامیې کې راغلي دي چې د زمبابوې کرکټ بورډ د دغې شورا د اساسي قانون دویمه ماده پښو لاندې کړې ده.
د يادونې ده چې د دغه پرېکړې وړاندې د کرېکټ نړيوالې شورا د زمبابوې له حکومت او کرېکټ بورډ له چارواکو سره پرې خبرې - اترې کړې وې.
وروستي