ليکنه : صلاح الدين الصيفی ژباړه : اسدالله ساحل په افغانستان کې دامريکا اونورو هېوادونو د عيسوي مبلغينو په اړه له بحثه تېرېږو او يوازې د جنوبي کوريا دعيسوي مبلغينو په اړه غږېږو . يوې فرانسوي ورځپاڼې په دې وروستيوکې دهغو عيسوي مبلغينو شمېره خپره کړې ، چې دجنوبي کوريا کليسا دعيسويت دتبليغ لپاره په ټوله نړۍ کې په دندو ګومارلي دي . ورځپاڼه دغه شمېره ۱۶۰۰۰ تنه ښيي ، ديادونې وړ ده چې له دغه شمېرې څخه ۲۰۰۰ يې يوازې په افغانستان کې په تبليغ بوخت دي . (لېبراسيون ) فرانسوي ورځپاڼه په خپله يوه ګڼه کې ليکي : « کله چې طالبانو په افغانستان کې دجنوبي کوريا ۲۳ تنه غړي يرغمل کړل، دادپروټسټان کلسيا لپاره په خپل تاريخ کې ترټولو بد اوخواشينونکی خبر و. دغه ۲۳ تنه دهغو ۱۶۰۰۰ مبلغينو يوه برخه وه ، چې دنړۍ په ۱۷۰ هېوادونو کې دعيسويت په تبليغ بوخت دي ، البته ددغه شمېرې ډېری يې اسلامي هېوادونوته استول شوي دي .» لېبراسيون څرګندوي : « کوريايي کليسا د۲۰۰۶ کال په دوران کې په دې توانېدلې ، چې ۲۰۰۰ عيسوي مبلغين افغانستان ته د سياحت په پاسپورټ داخل کړي.» هغه مهال ، چې په افغانستان کې ۲۳ تنه کوريايي وګړي يرغمل شول د سهيلي کوريا دولس ، سرمقاله ليکونکو ، ډېپلوماتانو او کلتوري کړيو ترمنځ داخبره رامنځ ته شوه چې ايا دافغانستان په څېر يوې مسلمانې ټولنې ته په دومره کمه شمېره مبلغين کافی دي ؟ څو دمسلمانانو روحي اړخ تر اغېز لاندې راولي . يوه بله فرانسوي ورځپاڼه لوفيګارو څرګندوي ، چې کليسا مخکې له دې ، چې کومه ډلګۍ دافغانستان په څېر ټولنو ته واستوي واردمخه خبرداری ورکوي چې په ورته ټولنو کې له ډېر احتياط څخه کارواخلي ،په ځانګړې توګه اسيا اومنځني ختيځ کې بايد خپله دنده په پوره زيرکتيا سره پرمخ بوځي ، په دغو سيمو کې د دوی لپاره يواځې داهم کافي ده ، چې مسلمانان له خپل دين څخه واړوي ولوکه عيسويت ته داخل هم نه شي سهيلي کوريا د خپلو مبلغينو له مخې دنړۍ په کچه ترامريکايي کليساو راوروسته ، چې نږدې ۴۶۰۰۰ مبلغين لري ، په دويمه کټه ګورۍ کې راځي . عراق دعيسويت دتبليغ يوه نوې جبهه کله چې په ۲۰۰۴ز کې په عراق کې د سهيلي کوريا ۸ تنه ديوې ډلې له خوا وتښتول شول او وروسته دهمدې ډلې له خوا په همدغه وخت کې د دوی يو بل ملګری هم ونيول شو ، له دغو ۹ تنو څخه يې ۸ خوشې اووروستنۍ يو يې د دتښتوونکو له خوا ووژل شو . دغې پېښې د سهيلي کوريا کلسيا يوې نوې پرېکړې ته اړکړه ، هغه داسلامي نړۍ لپاره دعيسويت دتبليغ لپاره د يوې نوې جبهی پرانيستنه وه . د دغه نوې جبهې موخه له اسلام څخه عيسويت ته د مسلمانانو رااړول دي . په دې لړکې دعراق په پلازمينه بغدادکې د سهيلي کوريا دپروټسټان کليسا نورو اړوندوسيموته دتبليغي ډلو په لېږلو کې ترټولو دمخه شوه . دا چې اسلامي اودمنځني ختيځ هېوادونوته په ديني پاسپورټونو ورتګ ستونزمن دی نو کليسا ورته هېوادونو ته د خپلو مبلغينو داستولو پر مهال دسياحت له پاسپورټونو ګټه اخلي . سهيلي کوريا اوسمهال داسيا په کچه دعيسويت په ستر مرکز بدله شوې ، داځکه چې امريکايي مبلغينوته په اسيا اوپه ځانګړې توګه په چين اوجاپان کې ډېروخت دجاسوسانو په سترګه کتل کيږي ، د سهيلي کوريا کليسا هڅه کوي له امريکايي کليساګانو څخه په دې پلمه مرستې ترلاسه کړي ، چې په جنوبي کورياکې دجاپان دنفوذ مخنيوی پرې وکړي . په تېرو دوه لسيزو کې سهيلي کوريا دعيسويت دمبلغينو په يوه ستر مرکز بدله شوی ، نه يواځې سهيلي کوريا هره ورځ د ډلو ډلو عيسوي مبلغينو کوربه وي ، بلکې له همدې ځايه دنړۍ مختلفو هېوادنوته عيسوي مبلغين استول کيږي ، دعيسوي تبليغ په چاروکې د سهيلي کوريا دڅېړنو مرکز څرګندوي ، چې په کال ۱۹۷۹ز کې په سيول کې د عيسوي مبلغينو شمېره لسګونه وه ، هغه مهال دغه شمېره دقيقاً ۹۳ تنه وه ، حال داچې اوس دغه شمېره ۱۷۰۰۰ ته رسيږي . د سهيلي کوريا دپروټسټان کلسيا دنړۍ ۵۳ هېوادونو ته نږدې ۵۰۰ عيسوي تبليغي ډلې استولې دي ، چې ډېری ېې په چېن ، هند اواندونيزیا کې په تبليغ بوختې دي ، له دې سره دکوريا دپروټسټان کليسا هڅه کوي بهرته دتبلغي ډلګيو په استولوکې دنړۍ په کچه ترټولو دمخه شي .ترټولو مهمه داده ، چې مسلمانان بايد متوجه وي چې څرنګه دا خلک غواړي مسلمانان له اسلام څخه په مختلفو لارو بې دېنه اويا يې هم عيسويت ته دعوت کړي .
وروستي