ليکوال : وليد نور ژباړه : اسدالله ساحل ددود په څیر داځل هم په مصر کې دامریکې سفیر فرانسیس ریچاردونی په طنطا کې داحمد البدوي دزوکړې په اړه جوړې شوې غونډې کې مطبوعاتو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې نوموړی دصوفیانو له طریقو، او روحانیت څخه متاثره دی . نوموړی زیاتوي چې هغه د البدوي او ټولو آل بیتو سره مینه لري اودمصر دخلکو دمعتدل چلند درناوی کوي . یونیسکو هم مولانا جلال الدین رومي لمانځي بلکې د۲۰۰۷ ز کال دنوموړي په نامه نوموي ، دامریکې ولسمشر جورج بوش هم دده دشعرونو ستاینه کوي .داخو هغه څه دي په نږدې وختو کې ترسره شوي، ډیرورته نورخبرونه شته چې له صوفیانو څخه دامریکا دملاتړ څرګندوی کوي مخکې له دې چې پیل یې کړو لومړی باید هغه اصل او حقیقت ته ځیر شو، چې سترګې ترې نه شي پټیدای اصل دادی چې دصوفیانو ډیری یې داسې فکر کوي چې دتصوف په غوره کولو ېې داسلام خدمت ته ملاتړلې ده ، بلکې داسلام دخدمت او ددښمنانودځپلو هیڅ وخت دریغ نه کوي او حقیقت دادی چې مونږ په دغه مقاله کې دهغو صوفیانو په اړه بحث نه کوو، چې له امریکا سره همکاري نه لري همدارنګه له دغه مقالې زموږ موخه داهم نه ده چې ګواکې غواړو پر تصوف نیوکې وکړو بلکې زموږ موخه له دغه مقالې څخه داده چې ریښتینې صوفیان دې هڅه وکړي چې دخپلو صفونو هغه دامریکا له خوا را استول شوي صو فیانو ته په پټو سترګو هرکلی ونه وایي. زموږ هڅه داده چې صوفیان باید هڅه وکړي خپلې طریقې دخپلو اسلافو له طریقو سره برابرې کړي . په ټوله کې صوفیان هیڅ وخت داسلام دخدمت څخه نه دې وروسته شوي دغه مقاله هڅه کوي چې داوسنېو اوپخوانیو صوفیانو ترمنځ اړیکې لاپسې غښتلې کړي دصوفیانو څخه دامریکا ملاتړ : اوس خبره ددریځ او خبرونو له بریده وتلې امریکایان نه یوازې له صوفیانو خپل ملاتړ څرګندوي بلکې په یوداسې پلان کارکوي چې له مخې ټول اسلام چې په سیمه کې یو ستر دین دی په یو صوفي اسلام واړوي ددې سر بیره ډیری امریکایې اولویدیځې څیړنې څرګندوي چې صوفي اسلام کولای شي دهغه سیاسي اسلامي خوځښتونو او وهابیزم په وړاندې وکارول شي چې اوس مهال دامریکا دګټو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي خپله ولسمشر بوش هم دورته نظرې دپلې کیدو لپاره دامکاناتو پر برابرولو باوري دی . په دې وروستېو کالونوکې دامریکا څیړنیزو مراکزو هم صوفیان دمعتدله مسلمانانو په نامه نومولي او له لویدیځ یې غوښتي دي چې دغه ډله وهڅوي او ملاتړ یې وکړي ،ځکه همدغه ډله ده چې دتشدد سره مخالفت لري او له تندروۍ ډډه کوي . دکتور عبدالوهاب المسیري وایې چې دامریکا دګانګرس اړونده دادیانو دازادۍ ټولنه دتقلیدي اوصوفي خوځښتونو هڅول په اوس وخت کې اړین بولي ، نوموړی څرګندوي داچې لویدیځ اوس مهال داسلام په وړاندې ددښمنۍ په صف کې ولاړ دی ، صوفیان هڅوي او ملاتړ یې کوي . اوسمهال په لویدیځ کې دصوفیانو کتابونه په ځانګړې توګه دمحی الدین بن عربي او مولانا جلال الدین بلخي داشعارو کتابونه ترنورو هغو ډیر بازار لري . په همدې لړکې په ۲۰۰۳/۱۰/۲۴ز کې دنیکسیون په نامه یومرکز هم په همدې موضوع یو سیمینار دایر کړی وه ددغه سمینار موضوع ( دتصوف پیژندنه اودامریکا په راتلونکي سیاست کې رول ) ټاکل شوې وه . ددغه سیمنار څخه ـ چې ۲۰۰۱ یولسم سپټمبر له پیښو دوه کاله او دبغداد دسقوط څو میاشتې ورسته دایر شوی وه ـ ددوی موخه داوه چې دامریکا اکاډمیک او پریکړه کوونکونوارګانونو ته معتدله اویا کلتوري اسلام دبدیل په توګه وړاندې کړي دغه سیمینار چې ددفاع وازارت په لګښت جوړشوی وه، بیرنازد لویس دنیوجرسي دپریسټن په پوهنتون کې دکوچني ختیځ دڅیړنو دمرکز استاذ اوپه امریکایې لیکیوالوالانو کې داسلام دښمنه نظریو درلودونکې وتلې څیره هم ددغه سیمینار دګډون کونکوله جملې څخه وه دمسلمانانو له اړخه په دغه سیمینارکې دامریکا دمسلمانانودسترې ټولنې مرستیال شیخ محمد هشام قبانی هم ګډون کړی وه دغه ټولنه (ISCA) په ۱۹۹۷ز کې تاسیس شوی او دصوفیانو دنقشبندی طریقې پیروان دي ددوي موخه داده چې په راتلونکې کې صوفي مسلمانان په امریکا او ټوله نړۍ کې خپل رول ولوبوي ، قبانی په ۱۹۹۹ز دامریکا دکورنیو چارو په وزارت کې ( اسلامي تندروي اودامریکا پر کورني امیت یې اغیزې ) ترعنوان لاندې یو پریزنټیشن وړاندې کړ هغه دخپلې وینا په ترڅ کې څرګنده کړه چې دوی به دتصوف تر چتر لاندې دترهګرۍ او دیني تندروۍ په وړاندې په جدي توګه مبارزه کوي ، په همدې توګه مونږ ته څرګندېږي چې امریکایان هیله لري دیو نوي پلان په ترڅ کې دصوفیانو په واسطه اسلام له داخلي اړخه وځپي مګر هغه پوښتنه چې ځوابول یې اړین دي هغه داده چې ولې امریکا دصوفیانو څخه ملاتړ کوي اوددغه ملاتړ لامل څه کیدلای شي ؟ هڅه کوو دغه پوښتنې ته په لاندې توګه ځواب ووایو . دصوفیانو څخه دلویدیځ دملاتړ لاملونه : کولای شو دغه لاملونه په درې ټکو کې راونغاړو : ۱- محبت او رضایت صوفیان په دې مشهور دي چې معنوي ارزښتونو ته ډیر ژمن دي ، سلوک ورته ددرناوي وړدي خو چې دشرعي نصوصو سره په ټکر کې واقع نه شي . اوسني صوفیان دمحبت په برخه کې له افراطه کار اخلي سره ددې چې محبت داسلام له جواهرو څخه دی خو له بده مرغه دوي تر دې بریده دمحبت په برخه کې مخکې ځي چې ډیر کرته شرعي چوکاټ هم ترخپو لاندې کوي . کله چې له محبت موخه اسلام وي دوي وایې :( الحب فی الله والبغض فی الله ) محبت هم دالله لپاره او دښمني هم دالله لپاره، چې داسې ده نو محبت په یو داسې پدیده بدلیږي چې د الله ددوست او دښمن ترمنځ یې توپیر له منځه ځي ، همدغې ته دوحدة الوجود عقیده وایې ددوې ځینې عقیده لري چې الله جل جلاله هغه ذات دی چې دهر موجود په صورت کې څرګندیږي جلال الدین بلخي هم په خپلو اشعارو کې دورته نظریو یادونه کوي : دشعر مفهوم : مسلمان یم خو نصراني ، براهمي اوزردشتي هم یم په تا توکل کوم یا ستره خدایه له مانه لرې مه شي له مانه لرې مه شې عبادت ځایونه مې بې شمیره دي جومات ، که کلیسا که بتخانه وي هغه ولسمشر بوش هم په خپله یوه ویناکې دمولانا شعر ددلیل په توګه راوړی وه (که ډیوې مختلفې دي خو رڼایې یوه ده ) داد مولانا دشعر هغه بیت دی چې ښایې دنوموړي موخه ورځینې همغه بې بریده محبت وي خو امریکایان اولویدیځوال په دغه محبت کې کې تصوف ته دورننوتو لار ویني او هیله لري چې له همدغه لارې اوپروسې وکولای شي مسلمانه سیمه تر خپل واک لاندې راولي صوفیان دایمان په معنوي اړخ چې (رضا) ده ډیر تاکید کوي درضا مفهوم ته اسلام په ډیر درنه سترګه ګوري خو داهم باید لکه دمحبت په څیر دشریعت په چوکاټ کې دننه وي مسلمان دا نشي زغملی چې داسلام دښمنان دې داسلام په وړاندې برتري ولري ، همدارنګه مسلمان ظلم او ذلت هم نشي زغملی هغه به څرنګه مسلمان وي دشریعت مخالفه وضعه دې وشی زغملی بلکې مسلمان مامور دی چې دورته وضعې دتغیر هڅه وکړي مګر ځينې صوفیان درضا په مفهوم کې مبالغه کوي تردې چې له شرعي چوکاټه یې وکاږي دوي عقیده لري چې مسلمان باید یو داسې څوک وي چې خوا اوشا ظلم او سرکشۍ ته سر کښته کړي اوهیڅکله یې هم دمقاومت په اړه فکر ونه کړي دالطبقات کتاب لیکوال په خپله یوه جمله کې ورته نظریه داسې څرګندوي : له مونږ داسې عهد اخستل شوی چې خپل ورونو ته په دې امر وکړو چې دعصر سر سم عمل وکړي اودهغه څه په وړاندې دې مسخرې نه کوي چې الله جل جلاله ورته لوړوالی ورکړی دوی وایې هرهغه څه چې ترسره کیږي دالله جل جلاله په امر ترسره کیږي نو ځکه هغه چې هر څه کوي له حکمته به خالي نه وي امریکایان هڅه کوي له همدې لارې ځان ددوي منځ ته ورننه باسي دمسلم په نامه مجله چې دالعشیر المحمدیه ( الصوفیه ) ډلې خپرنیز ارګان دی دجنوري ۲۰۰۶ز په ۵۹۴ ګڼه کې لیکي : په قاهره دامریکې سفیر هم دې ته اشاره کوي چې دصوفیان او دعیسویانو دپاپانو ترمنځ دسلوکو اواساساتو په برخه کې یو لړ شبهاتونه شتون لري. بښنه، روڼ اندي د مینې او محبت عقیدې ته ژمن کیدل همدارنګه دنړیوال امن لپاره هڅې هغه مشترکات دي چې ددغه دواړه خواې سره نږدې کوی هغه وایې چې له تیر ۲۰ کالو هغه تصوف سره اشنایې لري هغه اوس په دې پوهیدلی چې په تصوف کې هغه څه شته چې امریکایی ټولنه یې دپراخیدو هلې ځلې کوي ( دعبادت اوعقیدې ازادي ، دیموکراسي ، او دبیان ازادي ...) همدارنګه دهر کورني اوبهرني تاوتریخوالی سره مخالفت . دلته یوازی دانه ده چې صوفیان په خپله مجله کې په دې ویاړي چې دامریکایې ټولنې سره شباهت لري بلکې له دې وړاندې ځي اووایې صوفیان په محبت او الهي عشق کې له هغه څه ډیر مخکې دي چې په قران او حدیثو کې راغلي . دراند مرکز هم دتصوف درضا په مفهوم کې هغه څه ویني چې نور لویدیځ وال یې ویني دوي هم لکه دنورو په څیر په صوفي اسلام باوري دي ځکه ددوي په اند له دې لارې کیدلای شي چې سکولر عقیده په مسلمانه ټولنه کې واکمنه شي . اودا هغه څه دي چې دوي دپلې کیدو لپاره له هرې لارې کار اخلي .... همدارنګه د( یو .اس .نیوز ) مجله لیکی : چې امریکا هڅه کوی اوددوي ډیری ستراتیژیکې کړۍ هم په دې باوري دي چې له صوفیانو څخه داسلامي تندروه ډلو ( القاعده ..) په وړاندې دیوې وسیلې په توګه کار واخلي زمونږ له اصیلو اوپاکو صوفیانو هیله داده چې خپل نصابونه دې له دغه کرغیړنو نظریو څخه پاک کړي او هیڅ داسې فرصت دې نه برابروي چې داسلام دښمنان ورځنې ګټه پورته کړي . ۲- ښیکلاګرو سره یې ګډ تاریخ : دویم لامل چې امریکایان صوفیانو سره مرستې ته هڅوي هغه دتاریخ په اوږدوکې دهرښکیلاک په وړاندې دصوفیانو نه مقاومت دی البته ځینو استثناء تو ته پام سره چې هیڅکله یې هم ښکیلاک ته سر نه دی ټیټ کړی دبیلګې په توګه امام غزالي ، ابن الفارض اوابن عربي چې دمسلمانانو په ډیرو جګړو کې برخه اخستې او هیڅکله هم دباطل په وړاندې چپ نه دي پاتې شوي عوارف المعارف کتاب دیو صالح شخص قصه کوي کتاب لیکي چې دغه کس خپل ورور ته ولیکل چې جهاد ته ځان اماده کړي هغه ورته په ځواب کې ولیکل : یا وروره دجګړې لومړۍ کرښې راته په یوه دروازه کې راټولې شوي اودغه دروازه بنده ده ورور ېې بیا ولېکل که چیرې ټول مسلمانان ستاپه څیر شي دمسلمانانو چارې به له ګواښ سره مخامخ شي اوکفار به ورباندې بریالي شي نو ځکه خو له جهاد پرته بل لار نه شته ، هغه بیا ورته لیکل : که ټول مسلمانان زما په څیر په خپلو عبادتځایونو کې په خپلو مسلو باندې دالله اکبر نعره پورته کړي نو دقسطنطیني دیوالونه به خپله راونړیږي . استنبولي دخپل کتاب ( کتب لیست من الاسلام ) په ۷۸ صفحه کې لیکي کله چې فرنسویان په تونس کې دمسلمانانو دکلک مقاومت سره مخ شول همدغه مهال یې دیو صوفي شیخ سره معامله وکړه په سبا شیخ ممبر ته وختلو سر یې ځوړند ونیوه او له ځانه سره یې داکلمې تکرارولې ( لا حول ولاقوه الا بالله ) پیراونویې ورځینې وپوښتل ولې دومره پریشان یې . نوموړي وویل ما خضر او ابو العباس الشاذلی ولیدل چې دفرنسوي جنرال داس قیضه یې په لاس کې وه او دتونس واک یې هم نوموړي ته وسپاره ،یا دتونس خلکو دداڅښتن تعالی امر دی څه کوﺉ ؟ کله چې دتونس خلکو داخبره واوریده وی ویل چې مونږ خو جګړه دخپل بادر ابو العباس درضایت لپاره کوو کله چې هغه په دې راضی وي چې فرانسوي جنرال دې دهیواد چارې پرمخ بوځي مونږ هیڅ اعتراض نه لرو ، همدغه وه چې فرانسوي فوځ تونس ته له مقاومت پرته داخل شو . هغه لاملونه چې په افریقاکې دتصوف دتیجاني طریقې پراختیا ته اوږه ورکړه هغه دښکیلاګرو ادارو له خوا دصوفیانو مالي اومعنوي ملاتړ و دوي هڅه کوي دخرافاتو اوبداعاتو په نشرولو سره داسلام اصلي څیره دخلکو په منځ کې بدنامه کړي اوپه همدې توګه مسلمانان مصروف وساتي چې د اروپایې یرغلګرو په وړاندې دمقاومت په اړه فکر ونه کړي ، اروپایان په دې پوهیږي چې څنګه صوفیانو ته دمالي مرستو په ورکولو سره هغوي خپلو ګټو لپاره استعمال کړي .جولیان وایې : ( دفرانسې حکومت اوس په دې پوهیدلی چې څرنګه دصوفیان څخه په خپله ګټه کارواخلي . (روم لانډو تاریخ المغرب فی القرن العشرین ص ۱۳۴) زکی مبارک په خپل کتاب ( التصوف ) کې لیکي : ډیرې داسې طریقې دي چې له خپل اصله بې لارې شوي اودهمدغه بې لارې طریقو پیروان اوس دښکیلاګرو لپاره دبت پرستو څخه هم ډیر په صداقت کارکوي ، «فیلب قونداس» دفرانسوي ښکیلاګرو مشر وایې : په افریقاکې زمونږ اداري چارواکي او سرتیري دې ته اړ شول داسلامي طریقو ددعوت پروسې څخه ملاتړ وکړي ځکه همدوي دفرنسوي ښیکلاک په وړاندې دبت پرستو(بیلیدو،هاګون)اوځینو سترو تورو ساحرانو او کهانو په پرتله نرم، تابع او دتفاهم وړ خلک دي . دکتور عمر فروخ وایې : صوفیان په دې عقیده دي چې کله څښتن تعالی په یو قوم ظالم واکمن کړي نو دغه قوم ته نه ده پکار چې پر وړندې مقاومت وکړي ځکه دا دالله جل جلاله دارادې پروړاندې مقاومت دی ، اروپایانو هم دصوفیانو ددغه عقیدې ګټه پورته کوي ، یو ولسي مشر مصطفی کامل المصري په خپل کتاب ( المساله الشرقیه قصه غریبه عن سقوط القیروان ) کې لیکي : کله چې فرانسویانو قیروان ونیوه په تونس کې یوه مشهوره کیسه ده : وایې یو فرانسوي اسلام ومانه اوخپل نوم یې سید احمد الهادی کیښود ، او دشریعت په زدکړه کې هڅې پیل کړې تردې چې یوې لوړې درجې ته ورسیده ، په قیروان کې دیوستر جومات امام وټاکل شو ، یومهال چې دفرانسې ځواکونه دتونس څنډو ته راورسیدل دسیمې خلکو دخپل ځان څخه ددفاع په موخه تیاری ونیوه وېې غوښتل په خپل جومات کې له دیره ملا نه فتوی وغواړي همدغه مهال فرانسوي ملا« سید احمدالهادي » ترنورو دمخه جومات ته ننوت دبیرته راتګ په مهال یې خلکو ته وویل: شیخ مو وایې ځانونه تسلیم کړي ځکه دهیواد سقوط حتمي دی ، همغه وه چې په ۱۸۸۱ز داکتوبر په ۲۶ تاریخ فرانسویان تونس ته په ارام زړه ننوتل . ۳- معاصر حقیقت : ځینې معاصر صوفیان داسې ګمان کوي چې دوی دښکیلاګرو سره هیڅ راز مرسته نه کوي خو واقعیت ددوی دادعا خلاف دی . یو امریکایې لیکوال ستیفن شوارتز دصوفیانو پیژندنې ترعنوان لاندې مقاله کې لیکې : اسلامي نړۍ کې ددین په اړه مختلف تعبیرونه وجود لري ، که یو لوری ته تندوروه وهابي ډله ده بل لوري ته دتصوف مختلفی طریقې دي چې داسلام دننه په خبرو اترو ته ډیر ژمن نه دي ، دوی په روحي واک او ددینې کړیو دواک ترمنځ په جلاوالي هم باوری نه دی ، دوي نه یوازې په محلي ژبه دطریقو ورکولو باندې باوری نه لري بلکه کې هر کس که هغه مسلمان ، عیسوي ، یهودي ، هندو او بودایې وي اویاهم نورو ادیانو ته منسوب وي ورته احترام لري همدرانګه دوی دمسلمانانو خپل ترمنځ په لطف دوه اړخیزې همکارۍ ټینګارکوي ولو که هر مذهب ته منسوب هم وي . شوارتز څرګندوي چې صوفیانو تل ښکیلاګرو سره همکاري کړې ، عراقي کردستان یو دصوفیانو له مراکزو څخه دی ددغه سیمې روحاني مشرانو دصدام حسین په وړاندې دامریکا دجګړې ملاتړ کاوه اوس هم دعراق په دولت چې دامریکا په مرسته جوړ شوی عملي برخه لري شوارتز صوفیان هڅوي دسکولر نظریې په خپریدو کې ونډه واخلي هغه وایې : تصوف داسلام یوبل ستر شکل دی چې دلویدیځې افریقا چې فرنسوي خبرې کوي ، همدرنګه له المغرب نه تربلقانه ، ترکیا منڅنۍ اسیا ،او له هنده تر اندویزیا پورې داهغه سیمې دي چې صوفیان یې پر سیمه ییز کلتور ډیر اغیز لري ، په دغه سیمو کې دسکولریت( لادینیت )دریڅ پیاوړی دي مسلمانان اودنورو ادیانو پیروان په سولیزه توګه دغلته ژوند کوي ددې تر څنګ په دغه سیمو کې اسلامي دیموکراسي هم مخ پر وده ده شورترز وایې له همدې امله امریکایان باید دصوفیانو په اړه ډیر څه زده کړي ، ددوی دپیرانو او مریدانو سره اړیکې وساتي ، دهغوی په اساسي تمایلاتو ځان پوه کړي دامریکې ډیپلوماټیکې کړۍ باید په اسلامي هیوادونو کې محلي صوفیان په خپل اعتبار کې واخلي صوفیان او لویدیځ سره یې لیوالتیا : ځینې صوفي کړۍ خو هیڅ هغه فرصت دلاسه نه ورکوي چې لویځ سره ددوی داړیکو دپرمختیا لامل کیږي ، شیخ حسن الشناوي دصوفیانو دسترو مشرانو یودی هغه دامریکې دسفیر سره په کتنه کې کله چې له هغه وپوښتل شو چې څرنګه دکتنې زمینه برابره شوه هغه داسې ځواب ورکړ داڅرنګه امکان لري چې دمتحده ایالاتو سفیر دې له ما دلیدنې غوښتنه کوي او زه به یې ردووم . الشناوی زیاته وي ددغه لیدنو لامل څرګند دی ځکه تصوف په مصري ټولنه کې ډیر رشد کړی اوباید ورته توجه وشي ، ورته لیدنې ددې دمخه هم ترسره شوي دبیلګې په توګه دوه کرته دطنطا په ښارکې چې دقاهرې څخه په ۹۲ کیلومترو په واټن کې پروت دی همدارنګه داحمد البدوي دزوکړې په لمانځغونډه کې هم ورته لیدنې ترسره شوي ددې لیدو په پایله کې الشناوي وایې چې په دې سره سلا شوي چې په سیمه کې دمعتدله صوفي عقیدې دخپرولو په موخه یو تلویزیون رامنځ ته کړي چې له همدې لارې وکولای شي دهرمسلمان کور ته دغه عقیده ورسوي او دامریکې دسفیر له طنطا څخه دلیدو موخه هم همدا کیدلای شي دغه اودې ورته هڅې دمتحده ایالاتو له خوا دمسلمان اواسلام له منځه وړلو په موخه خپله دهمدوي دبچیانو په لاس په کار اچول شوي ایا مونږ ورته ځیر یو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
وروستي