ليکوال : صادق ابو سعود 15/ 4/ 2008
دايران پر سر يو ځل بيا په مطبوعاتو ، سيمه ييزو اونړيوالو سياسي کړيو کې تادوه بحثونه راپورته شوي خود اځل خبره دايران داتومي پروګرام په سر نه ده، خبره دايران دفضايي پروګرام ده. د2008ز دشباط پر 4 نېټه ايران فضا ته دپلټنې په موخه ځانګړی توغندی واستاوه دا د ايران په تاريخ کې لومړنی هغه و، چې دايراني پوهانو په لاس په سيمه ييز مرکز کې جوړشوی و او دايراني مطبوعاتو په وړاندې فضاء ته وتوغول شو. ويل کيږي داد شهاب 3 توغندي ته ورته يو توغندی دی او يا خو هم دنوموړي توغندی کاپي ده ، چې د قوي سونګ موادو په واسطه تګ کوي ، لوړ غږ لري چې د 1600 - 2000 کيلومترو په واټن کې هدف ته رسېدلی شي . اسرايلي سرچينې تور لګوي چې نوموړی توغندی دشمالي کوريا dong No A او ياهم دپاکستان Gauri II توغندی دی .
ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپلو څرګندونو کې وايي : « ايران بايد په فضاء کې فعال اومتحرک شتون ولري ، ايران اوس په دې برخه کې لومړني ګامونه په پوره قوت ، ډېر دقت او حکمت سره ايښي ، ايران لپاره دمصنوعي سپوږمکۍ جوړول ډېر مهم دي .دغه څرګندونې ددې ښکارندوی دي، چې ايران هوډ لري خپل پيل کړی فضايي پروګرام پرمخ بوځي ځکه دغه پروګرام دايران له ولسي ملاتړ څخه برخمن دی اوداد ايران لپاره يوازې په سيمه ييزه کچه برياليتوب نه دی، بلکې ايراني دولت په دې سره دا ثابتول غواړي چې دايران اسلامي انقلاب دهمدې لپاره و چې ايران ته د علمي او پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې برياليتوبونه ورپه برخه کړي .
دايران ددفاع وزير مصفطی محمد نجار دفارس خبري اژانس ته څرګنده کړې ده، چې دايران مصنوعي سپوږمکۍ به دخرداد ( غبرګولي ) په مياشت کې چې دمی 21 نیټه کيږي فضاء ته وتوغول شي دا اوس څرګنده ده چې ايران هوډ لري چې تر2015 ز پورې دوه مصنوعي سپوږمکۍ داړيکو او څیړنو په موخه فضاء ته وتوغوي ، داسپوږمکۍ له هغې پروسې جلا دي چې ايران يې اسلامي هيوادونو سره په ګډه فضا ته دتوغولو هوډ لري .
کله چې ايران فضاء ته دعلمي پلټنو په موخه دتوغندي په واسطه ځينې تجهيزات واستول درپوټونه له مخې ايران به ددغه تجهيزاتو په مټ دجغرافيوي موقعيت ، دباد تيزوالی او کموالی اودهوا حالاتو ... په اړه معلومات راټول کړي .
دايران خبري اژنس څرګندوي چې دغه توغندی به د(اميد)په نامه سپوږمکۍ چې ايران يې په 2009 ز کې فضاء ته دليږدولو هوډ لري ـ په توغولو کې هم مرسته وکړي ، البته ددغه توغندي په اړه ډيرمعلومات په لاس کې نه شته خو دومره ويلی شو، چې دا د ايراني پوهانو له خوا دفضاء دطببعي څیړنو په موخه جوړشوی توغندی دی . ويل کيږي چې دغه سپوږمکۍ به له توغولو وروسته د650 کم په لوړوالي ديوې ورځې په جريان کې 5يا 6 ځلې دايران دفضاء دوره کوي .
دفضايي علومو دانتستيوت درييس احمد طالب زاده په وينا ، ډير ژر به هغه دوه اودرې توغندي چې د پرېکړې له مخې دهيواد دننه دايراني پوهانو له خوا جوړيږي فضاء ته وتوغول شي . نوموړی زياتوي دهغه توغندي ( کاوشګر باحث1» تجربه چې فضا ته له ځانه سره مصنوعي سپوږمکۍ ليږدولی شي په بريالۍ توګه ترسره شوې او دغه بريالۍ تجربه په دوه پړاوونو کې ترسره شوه :
په لومړي پړاو کې دتوغندي لومړۍ برخه ورڅخه جلا کيږي ، نوي ثانيې وخت نيسي او دپراشوټ په واسطه بيرته ځمکې ته راښکته کيږي .
په دويم پړاو کې، چې د 200 کيلومترو د توغونې وړتيا به لري ، پر داسې سېستم عيار شوی ، چې له ځمکې څخه لارښوونه ترلاسه کولای او بېرته ځواب ورکولای شي .
بل لوري ته همدا اوس دايران په فضاء کې دسينا 1 په نامه مصنوعي سپوږمکۍ چې په روسيه کې جوړه شوې ده په کار بوخته ده ، ياده شوې سپوږمکۍ د2005زدتشرين په لومړيو کې ديو روسي توغندي (کوزموس 3 ام )په واسطه دروسيې له خاورې څخه دځمکې مدار ته توغول شوی. دغه سپوږمکۍ 170 کيلو ګرامه وزن لري دپلټنې په موخه کارول کيږي، مګر ويل کيږي چې نوموړې سپوږمکۍ په فوځي ځيرکتيا سره دعکس داخېستلو وړتيا نه لري.
دهغه تړون له مخې چې د2005ز په جنورۍ کې دايران او روسيې تر منځ لاسليک شوی و، روسيې ايران ته ديوې بلې مصنوعي سپوږمکۍ چې (زوريه ) نومول شوې وه جوړول منلي و، خو داکار وځنډيدلو ، روسيه يې دځنډ لامل داګڼې چې اروپايان ورته دنوموړې سپوږمکې دځينو برخو دجوړولو اوبيا پلورولو انکارکوي ، دا ځکه چې اروپايان نه غواړي په خپل لاس دايران دفضايي پروګرام په پراختيا کې وڼده واخلي ، روسان هم دسپوږمکۍ دتأخير لپاره دادليل راوړي .:
ديادولو وړده، چې دايران دفضايي پروګرام تاريخ درضاشاه وخت ( 1947ز ) ته رسيږي ، هغه مهال د30 ميليون په قيمت يو تړون داتومي سټيشنونو دجوړولو لپاره لاسليک شوی و، خو دشاه دلرې کيدو وروسته داپروګرام په ټپه ودريده ، خو کله چې په اتيايمو لسيزو کې دايران اوعراق ترمنځ جګړه رامنځته شوه ايران هڅه پيل کړه ، چې دتوغندي دجوړولو وړتيا تر لاسه کړي، ايران په دې لړکې دشمالي کوريا، چين او روسيې له تجربو ګټه پورته کوله ، ايران داکار له روسيې څخه (دسکودR-17 )توغندي په ترلاسه کولو سره پيل کړ ، وروسته ايران دشهاب 1توغندی ، چې په 200 ميلو کې هدف په نښه کولای شي جوړکړ ، ويل کيږي چې ايران په دې برخه کې دScud_ B له تجربو هم ګټه اخېستله ،اټکل کيږي چې دا يې له سوريې څخه په 1985ز کې ترلاسه کړی و. دې لړۍ همداسې دوام وموند ايران شهاب 2چې د 300 ميلو ،شهاب 3 چې د 800 ميلوپه واټن کې خپله موخه په نښه کولای شي جوړکړل ، همدارنګه ايران دشهاب 4 او شهاب 5 توغندي هم جوړ کړي او دلړۍ لا دوام لري ، ايران په پام کې لري دمارچ په مياشت کې فضاء ته ( کاوشګر ـ 1) توغندی چې په ايران کې جوړشوی وتوغوي.
ايران له دې پرته په پام کې لري پنځه نورې مصنوعي سپوږمکۍ هم فضاء ته وتوغوي .
1- زهره : دا هغه مصنوعي سپوږمکۍ ده چې ايران داړيکو او فضايي پلټنې په موخه دروسيې په مرسته جوړه کړې ده ، دنوموړې سپوږمکۍ جوړيدل هم د شاه له وخته په څو پړاوونو کې ترسره شوي، داسې پريکړه شوې وه چې ددغه سپوږمکۍ دجوړيدو کار به ديو روسي شرکت او داروپايي وسايلو په مټ ترسره کيږي .
2- مصباح : دا هغه ايرانۍ مصنوعي سپوږمکۍ ده ، چې ايران داېټاليې په مرسته جوړه کړې ده، اټکل کېده چې نوموړې سپوږمکۍ چې 65 کيلو ګرامه وزن لري په ايران کې دجوړشوي توغندي په واسطه په 2003 ز کې فضاء ته وتوغول شي .
3- ZS4
4-SM2S
5 – سفير:دغه مصنوعي سپوږمکۍ 25 کيلو ګرامه وزن لري.
دې ته په کتو سره معلوميږي چې ايران هڅه کوي دفضايي ځواک د هيوادونو په کتار کې ځان ته 9-10 مقام ترلاسه کړي. ايران ددې لپاره دکال 500 ميليون ډالره بوديجه ځانګړې کوي . په لاندې جدول کې هغه هيوادونه او کلنۍ بودجې ته يې اشاره شوې چې دفضاء په برخه کې يې لګوي:
ګڼه هيواد بوديجه په ډالرو
1 متحده ايالات 16بيليونه
2 داروپا فضايي اداره 4.260 بيليونه
3 فرانسه 2.49 بيليونه
4 جاپان 2.0
5 روسيه 1.4 بيليونه
6 جرمني 1.242بيليونه
7 اېټاليا 978ميليونه
8 هند 815 ميليونه
9 چين 500 ميليونه
10 ايران 500 ميليونه
11 بريتانيا 414 ميلونه
12 کاناډا 321 ميلونه
13 اوکراين 300-250 ميليونه
14 بلجيم 230 ميليونه
15 هسپانيه 175ميليونه
16 هالينډ 160 ميليونه
17 سهيلي کوريا 150 ميليونه
18 برازيل 120 ميليونه
19 سويس 110 ميليونه
20 سويډن 100 ميليونه
يو ټکی چې دلته ورته اشاره اړينه ده هغه داده، چې هغه هيوادونه چې فضاء ته دتوغنديو دتوغولو وړتيا لري اودهغو چې دمصنوعي سپوږمکيو دجوړولو وړتيا لري ترمنځ ډير توپير شته په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چې فضاء ته دټيکنالوژۍ په مټ کولای شي سپوږمکۍ وتوغوي دګوتو په شمير دي.
1- چين د( لانګ مارش) توغندي په واسطه
2- اروپايې ټولنه د ( آريانې ) توغندي په واسطه
3-اسراييل د( شويت) توغندي په واسطه
4- جاپان د ( اېچ جې اېم ) توغندي په واسطه
5- روسيه د ( زنيت) توغندي په واسطه
6- امريکا د ( اتلس ) توغندي په واسطه
برازيل او هند هم هڅه کوي، چې ددغو هيوادونو په ډله کې ځانونه ورګډ کړي ، سره ددې چې نوموړو هيوادونو دټيکنالوژۍ په برخه کې کافی پرمختګ کړی ولې په دې برخه کې لا هم نه دي توانېدلي، چې د ياد شويو هيوادونو په قطارکې ځانونه ودروي .ځکه خو ځينې رپوټونه څرګندوي چې دايران فضايي پروګرام دهغو هيوادونو لکه چين ، پاکستان او شمالي کوريا، چې په دې برخه کې په ګډه کارکوي، له هڅو بيل نه دی . دا خبره ښايې دايراني سيمه ييزو کړيو له خوا رد شي خو که وګورو روسيه چې په دغه ډګر کې ډيره پرمختللې هم ده په يوازې سر داروپايې ټولنې له مرستې پرته د « زوريه » مصنوعي سپوږمکۍ دکار پروسه نه شي بشپړولی .
دايران فضايې ټولنه : http://www.isa.ir/en/
دايران د فضايې ادارې څېړنيز مرکز دايران پلازمينې جنوب ته څيرمه دسمنان ولايت په يوه صحرايې سيمه کې ،چې استوګن نه لري ، موقعيت لري. مرکز دڅارنې او له لرې څخه د سپوږمکيو د کنټرول او توغولو پرانيستی ډګر لري .
نوموړی مرکز چې ترځمکې لاندې ودانۍ هم لري ، دبالستيک توغنديو دپراختيا ادارې ته نږدې پروت دی .
دايران دفضايي پروګرام موخې :
1- ايراني چارواکي دغه پروګرام ته هم په کور دننه او بهر کې ديو ځانګړي پرمختګ په توګه ګوري، دوی په دې کې دخپل حکومت لپاره په کوردننه ولسي ملاتړ ويني او په سيمه ييزه کچه دوی باوري دي، چې په سيمه کې دټېکنالوژۍ په ډګر کې موجوده ځواک سره خپل انډول وساتي په ځانګړې توګه امريکا او اسراييل.
2- په اسلامي نړۍ کې دخپل دريځ دپياوړي کولو په موخه ايران هڅه کوي دغه ټيکنالوژۍ ته لاس رسی ولري ، ايران تمه لري چې په دغه ډګر کې داسلامي هيوادونو په سرکې ځای ولري لکه څرنګه چې پاکستان وتوانيدلو په اتومي ډګر کې ترنورو اسلامي هيوادونو دمخه شو، ايران هيله لری چې په فضايې ډګر کې ترنورو هغو دمخه شي .
3- ايران په دې کار سره غواړي داسراييلو هغه احتکار ما ت کړي چې په دې ډګر کې تر اوسه ساتلی ، داسراييلو د « اريحا » باليستيک توغندي او دټيکنالوژۍ په ډګر دشنوتياو لرل ايران هڅوي چې په دې ډګر کې پانګونه وکړي .
4- دګاونډيو هيوادونو څارنه چې دايران دفضايي پروګرام دمهمو موخو څخه يودی ، دکتور محمد جمال محفوظ په خپله يوه څېړنه کې څرګندوي چې ايران غواړي خپل ګاونډي عربي اوخليج هيوادونو په ټوله کې او په ځانګړې توګه ګاونډي هيوادونه عراق ، ترکيه او اسراييل له نږدې وڅاري، دا په سيمه کې دامريکې له شتون پرته په ځانګړې توګه په عراق اوافغانستان کې اوپه سيمه کې نورې امريکايي اډې چې اټکل کيږي امريکا به يې به پر ايران دبريد پر مهال وکاروي ايران هم همداسې تمه لري .
له شک پرته دايران فضايې پروګرام به په سيمه ييزه او نړيواله کچه ـ دنوموي هيواد اتومي پروګرام په څير ـ ورته غبرګونونه راوپاروي ، دغه غبرګونونه به په منځني ختیځ کې په شته نارامه وضعه نوره هم بده اغيزه وکړي دايران اتومي پروګرام لا وار دمخه په دغه سيمه کې داسې ګونګسيو ته لاره هواره کړې چې ځينې سيمه ييز هيوادونه هم سوله ييزې اتومي ټيکنالوژۍ ته لاس رسۍ لارې لټوي . امريکايان اواروپايان خو دايران فضايې پروګرام ته کټ مټ دايران داتومي پروګرام په سترګه ګوري دغه ټکی دسپينې ماڼۍ له دریځه ښه په ډاګه کيږي کله چې ايران ته فضا ته خپله سپوږمکۍ وتوغوله سپينې ماڼۍ دايران په دغه کړنه ژوره خواشيني څرګنده کړه ، سپينه ماڼۍ څرګندوي چې دايران ورته کړنې به دغه هيواد په نړيواله کچه لا نور دګوښه والي لور ته کش کړي .
مسکو هم دايران په فضايې پروګرام ـ او فضاء ته کاوشګر 1 توغندي په توغولو سره ـ دخپلو اندېښنو په لړکې څرګندوي چې دايران دغه کړنه به دنړيوالو شکونه نور هم پياوړي کړي چې ګواکې ايران غواړي اتومي وسلې جوړې کړي .
سره ددې هغه څه چې ايران په دې برخه کې ترسره کړې (دمصنوعي سپوږمکيو جوړول ) که هغه په هر نيت وي داړيکو ، علمي اواقتصادي څېړنو او ياهم دپوځي اړتياوو په موخه وي ،ايران په دې برخه کې لاډيرې پانګونې ته ليوالتيا لري او داهر څه دايران لپاره لومړني ګامونه دي. ايران په راتلونکي کې هيله لري چې له دغه پروګرام څخه مادي اومعنوي ګټې ترلاسه کړي ، ايران په دې هم پوهيږي چې په دغه لار تګ يې دخڼډونو او اغزيو خالي نه دی که هغه سياسي غبرګونونه دي او که....
وروستي