دینیس کهنکوف دوه کاله ورسته د باز محمد مبارز چېلنج قبول کړ

روهي( پنځه نۍ/۲۷ د چنګاښ )، د نن څخه دوه کاله وړاندې د افغانستان پېژندل شوي فري فایټر ( باز محمد مبارز ) وروسته له هغې د روسیې هېواد پېژندل شوي فري فایټر ( دینیس کهنکوف ) ته د لوبې چېلنج ورکړ، کله چې 
( دینیس کهنکوف ) په یوه لوبه کې د ښکلې او سختې مقابلې څخه وروسته بل افغان فري فایټر ( احمد ولي هوتک ) ته ماتې ورکړه.
 
 
دغعه روسیې فري فایټر تردې دمه کومه ماتې نه ده خوړلې او د باز محمد مبارز سره د همدې عیسوي کال د ستمبر د میاشتې په ۲۷ نېټه د روسیې په مرکز مسکو کې مقابله لري.
 
 
باز محمد مبارز لیکلي دي چې تر هغې به سخت تمرین وکړم ترڅو دینیس کهنکوف په خپل کور د ټول ملت پر وړاندې مات کړم، ترڅو د ټولو افغانانو قوت نړۍ ته وښایم او د افغانستان نوم او بیرغ لوړ کړم.