اصغرافغان: لوبډله کې هيڅ ډول بې اتفاقي نشته، هيڅ غم مکوئ   

روهي( څلورنۍ/۲۶ د چنګاښ )، اصغر افغان د افغان کرکټ ملي لوبډلې غړی دا په خلاصو غوږو واورئ چې وطن مو مور ده او هيڅکله به هم له وطن سره خيانت ونکړو؛ که يوه خوا مې مور پرته وي او څوک راته ووايي چې يا دې مور حلالوو يا وطن سره خيانت وکړه! نو په والله بالله ثم تالله چې ورته ووايم: مور مې حلاله کړئ خو وطن سره به کله هم خيانت ونکړم!!!
 

دا لوبډله د افغانستان ده او هيڅکله هم د احمد او محمود لپاره نه لوبيږي
 

مونږ په دې پوهيږو چې ملت له خپلې ملي لوبډلې خفه ده، خو دا ډاډ درکوم چې ستاسو خفګانونه به ختموو او او راتلونکي لوبو، آسيا کپ او شل آوريزو نړيوال جام کې به وګورئ چې څنګه ستر ستر ټيمونه ماتوو!
 
 
اصغر افغان همدا ډول وویل په کومه ورځ چې هم په لوبډله کې ډله بندي راغله زه به په لوبډله کې نه یم.