غزل

وزرې دَ جــــــــــــــذبو مــــې مـــــاتوي دَ ستم غـــــــــــم
جهان کښې دَ نصيب مې مدام جوړ دے تورتم سم
خړپوسې ماشوتوب مې پکښې کړي څنګه ئې هېر کړم
بيا هم به زۀ درځمـــــــــه کۀ هر څـــــــــــــو دے دَ غـــــم چم
تۀ کور کلے زما چې پۀ سيلاب لاهــــــــو کوے نو
دا اووايه ستا کـــــــور کلي ته څنګ به نۀ ږدم بم
کشتۍ چې دَ همت دَ بې وسۍ طوفان لاهو کړي
پۀ داسې حال څنګه به څوک اوکړي دَ غم غم
اغياره ته پرې څومره کۀ ناښادې کوے خېر دے
پښتون به بدل نۀ شي ، شي به ئې ختم دَ دم دم
حالات داسې روان دي چې سودا دَ ضمير کيږي
تل حق چې پرې بيان شي داسې وي به قلم کم
کاواکه واک بې واک شي دَ افلاک خوبونه ويني
تندے دي ولې بوټ شي ستا پۀ لور چې قدم ږدم
نۀ غواړي څۀ څۀ اوشي ، څۀ چې اوشي پرې خفه وي
پۀ وس کښې چې ئې نۀ وي بيا به څنګ وي آدم ګرم
رټل دَ نورو مخکښې ما تواب ته ګران پرېوځي
نور بوج کۀ دي هر څومره دَ ستم وي صنم وړم
تواب ترابي

٭٭٭٭٭٭٭٭
2001/3/20 ___ الرياض