د انګلېنډ هېواد د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام اتله شوه

روهي( دوه نۍ/۲۴ د چنګاښ )، انګلېنډ هېواد کرکټ ملي لوبډله د یوې ښکلې او په زړه پورې لوبې ترسره کولو څخه وروسته د نیوزېلنډ هېواد کرکټ ملي لوبډله د ماتې سره مخ کړه او خپل ځان یې د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام اتل کړ.
 
 
د ۲۰۱۹ ز کال د پایلوبې ټاس ( پچه ) د نیوزېلنډ د کرکټ ملي لوبډلې مشر وېلېمسن وګټله او په خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. نیوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو انګلېنډ هېواد ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه. انګلېنډ هېواد لوبغاړو د ۵۰ اورونو په لوبېدو سره ۲۴۲ منډې جوړې کړې چې لوبه مساوي شوه او په دې سره سوپر اور ته لاړه.
 
 
سوپر د ترسره کولو څخه وروسته انګلېنډ هېواد کرکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د ۲۰۱۹ ز کال د کرکټ نړیوال جام په خپل نوم کړي.
 
 
د ۲۱۹ ز کال د نړیوال ترټولو زیاتې مڼدې هندي لوبغاړي روهېټ شرما او بله خوا بیا زیاتې ویکټې د اسټرالیا هېواد لوبغاړي مېشل سټارک واخیستې.